ترينکوټ (پژواک، ۷ لېندۍ ۹۷): د اروزګان ولايت روغتیايي مسوولین وايي چې په چارچينو ولسوالۍ کې د پوليو يوه بله مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل د لېندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د يادې ولسوالۍ په کورک کلي کې ثبت شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ مخکې د پوليو واکسين له تطبيق سره مخالفت درلود.
ډاکټر مياخېل وايي، د کورک په کلي کې دغه ګوزڼ وهلی ماشوم رحمت الله نومېږي او ۳۶ مياشتې (درى کلن) عمر لري.
د نوموړي په وينا، يادې سيمې ته د روغتيايي کارکوونکو ټيم تللی دی.
د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، د اروزګان په ۹۰ سلنه سيمه کې د پوليو واکسین له تېرو اتو مياشتو راهيسې نه پلی کېږي او روغتيايي مسوولين يې لامل له دغه کمپاین سره د وسله والو طالبانو مخالفت بولي.
له دې پېښې سره په روان کال کې په ټول افغانستان کې د پوليو د پېښو شمېر ١٨ ته ورسېد.
د يادونې ده، د اروزګان په ګاونډ کندهار ولایت کې په روان کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۹ پېښې ثبت شوې چې له همدې امله دغه ولایت د ټولې نړۍ په کچه د پولیو تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن