ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ۱۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ۲۲۴ نوماندانو تر زرو لږ رایې اخیستې دي

په ۱۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ۲۲۴ نوماندانو تر زرو لږ رایې اخیستې دي

author avatar
28 Nov 2018 - 19:55
په ۱۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ۲۲۴ نوماندانو تر زرو لږ رایې اخیستې دي
author avatar
28 Nov 2018 - 19:55

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۹۷): د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ۲۲۳ نوماندانو په داسې حال کې له څلورو تر ۹۹۹ رایې ترلاسه کړې چې هر یو یې د نوماندۍ پر مهال کمېسیون ته د زرو پلویانو نومونه ورکړي وو.

د ټاکنو قانون له مخې، هر څوک چې ولسي جرګې ته نوماندېږي لومړی باید د ټاکنو کمېسیون ته د زرو پلویانو نومونه او پېژندپاڼې ورکړي.

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې خو په کندهار ولایت کې بیا د لړم په پنځمه وشوې.

د ولسي جرګې د ټاکنو د مهالوېش پر اساس، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې د لړم په ۱۹مه اعلان شي خو تر اوسه د (پنجشېر، پروان، لغمان، خوست، نیمروز، فراه، تخار، دایکنډي، بامیانو، زابل، اروزګان، کاپیسا او جوزجان) ولایتونو رایې په څو پړاوونو کې اعلان شوې دي.

دغه پایلې ښيي چې د دغه ولایت د نوماندانو له ډلې، ۲۲۴ کسانو له زرو کمې رایې ترلاسه کړې دي.

د ټاکنو کمېسیون په انټرنېټي پاڼه د ولسي جرګې د لومړنیو خپرو شوو پایلو د لړلیک له مخې، په پنجشېر کې شپږ، په پروان کې ۱۱، په لغمان کې ۱۵، په خوست کې ۲۵، په نیمروز کې ۲، په فراه کې ۳۰، په تخار کې ۳۰، په دایکنډي کې ۱۷، په بامیانو کې ۱۰، په زابل کې ۱۹،  په اروزګان کې ۲۱، په کاپیسا کې ۲۳ او په جوزجان ولایت کې ۱۵ نوماندانو له ۱۰۰۰ کمې رایې وړې دي.

په پنجشېر کې له ۱۲ نوماندانو شپږ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې ۸۶ دي، د پروان له ټولو ۲۷ نوماندانو ۱۱ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې ۱۱۱ دي، د لغمان له ۳۱ نوماندانو ۱۵ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې ۳۴ دي.

دغه راز په خوست کې له ۵۵ نوماندانو څخه ۲۵ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې څلور دي، په نیمروز کې له ټولو ۹ نوماندانو دوو له زرو کمې رایې ترلاسه کړې او تر ټولو کمې رایې ۸۰ دي، په فراه کې د ۴۱ نوماندانو له ډلې ۳۰ له زرو کمې رایې وړې او تر ټولو کمې رایې یې نهه دي.

په همدې ډول په تخار کې له ټولو ۷۱ نوماندانو ۳۰ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې په کې ۱۴۵ دي، په دایکنډي کې له ټولو ٤٠ نوماندانو ١٧ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې په کې ٤٨ دي، په بامیانو کې له ټولو ٣٥ نوماندانو ۱۰ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې په کې ٥٦ دي.

په زابل کې له ټولو ٢٣ نوماندانو ١٩ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې په کې ٦٥ دي،  په اروزګان کې له ټولو ٢٥ نوماندانو ٢١ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې په کې ١٠٥ دي، په کاپیسا کې له ټولو ٣٢ نوماندانو ٢٣ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې په کې ١٤ دي او په جوزجان کې ولایت که له ټولو ۲۵ نوماندانو ۱۵ یې زر رایې نه دي پوره کړې او تر ټولو کمې رایې په کې ۲۹ دي.

د یادونې ده، د یادو ولایتونو ترمنځ تر ټولو زیاتې رایې (١٩٧٦٨) له جوزجان ولایت څخه ولسي جرګې ته یوه نوماند ترلاسه کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.