پلخمري (پژواک، ٨ لېندۍ ٩٧): د بغلان روغتيايي چارواکي وايي چې د تېرې شپې زلزلې له امله د درېيو ښځو په ګډون نهه کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریيس ډاکټر محب الله حبیب د لېندۍ په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شپې زلزلې له امله نهه تنه ټپيان د پلخمري ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.
ده وويل چې په ټپيانو کې درې ښځې شاملې دي چې يو شمېر له لومړنۍ درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.
بلخوا په بغلان کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر عبدالنصیر کهزاد پژواک ته وويل چې د تېرې شپې زلزلې شدت ٤،٩ ريکتره و چې له امله يې ٦٠ کورونه هم ويجاړ شوي دي.
کهزاد زیاتوي چې د ولایت لرو پرتو ولسوالیو په اړه تر اوسه راپور نه لري خو په پلخمري کې د تخریب شوو کورونو د کره شمېرې معلومو لپاره یې سروې پیل کړې ده.
ده وويل چې له زيانمن شوو کورنيو سره به مرستې هم وشي.
د يادونې ده، څو کاله وړاندې زلزلې د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې ګڼ شمير کسان وژلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن