ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سمنګان په دره صوف کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې”

“د سمنګان په دره صوف کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې”

author avatar
29 Nov 2018 - 14:52
“د سمنګان په دره صوف کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې”
author avatar
29 Nov 2018 - 14:52

ایبک )پژواک، ٨ لېندۍ ٩٧): د سمنګان ولایتي شورا د دغه ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ له امنیتي وضعیت څخه اندېښنه څرګندوي او وايي، که یې امنیتي وضعیت ته پام ونه شي ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د سمنګان د ولایتي شورا رییس حاجي رازمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه له درېيو لورو د دره صوف پایین ولسوالۍ پر مرکز بریدونه وکړل خو امنیتي ځواکونو یې دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو تېره شپه نهه بجې پر دره صوف پایین ولسوالۍ برید وکړ او د شپې تر ۲:۰۰ بجو یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه.

د ده په خبره، په یاده جګړه کې د دولت څلور وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، په جګړه کې درې ملي پولیس هم ټپیان دي او د خشک درې امنیتي پوستې سقوط  کړی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

بلخوا، د دره صوف پایین ولسوالۍ چارواکو د دې ولسوالۍ په مرکز شهر دهي د طالبانو د برید پخلی کړی دی.

د دره صوف پایین ولسوال عبدالیقین احمدي وویل: ((دره صوف پایین ولسوالي د دولت لپاره ستراتېژيکه سیمه ده، ځکه یاده ولسوالي د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو له مواصلاتي لاره چې د هېواد د ډبرو سکرو ډېر لوی کان دی پرته ده.))

هغه وویل، که دولت د یادې ولسوالۍ امنیت ته پام ونکړي، دغه ولسوالي به سقوط وکړي او کلني درې میلیارد افغانۍ عایدات به له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره میاشت د ولسي پاڅون کوونکو پر امنیتي پوستو څو ځله بریدونه کړي او د سمنګان ولایت د امنیې قوماندان په ګډون یې لسګونه سیمه ییز  پولیس وژلي او زیاتې سیمې يې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.