ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ځینو ځوانانو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منخنیوي غوښتنه وکړه

د ننګرهار ځینو ځوانانو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منخنیوي غوښتنه وکړه

author avatar
29 Nov 2018 - 14:44
د ننګرهار ځینو ځوانانو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منخنیوي غوښتنه وکړه
author avatar
29 Nov 2018 - 14:44

جلال اباد (پژواک، ۸ لېندۍ ۹۷): په ننګرهار کې يو شمېر ځوانانو چې لاريون یې کړی و، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي غوښتونکي شول او له حکومته يې دې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

لاريون د لېندۍ په ۸مه په جلال اباد ښار کې د AWLDO  يا د ښځو د رهبرۍ د پراختيا موسسې په نوښت ترسره شو چې يو شمېر ځوانانو هم په کې برخه اخيستې وه.

لاريون د جلال اباد ښار له عامې روغتيا څلورلارې تر پښتونستان واټ پورې ادوام درلود.

لاريون کوونکو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسئ، حکومت دې ښځو ته ځانګړې توجه وکړي او يو شمېر نور شعارونه ورکړل.

د لاريون يو تنظيموونکي صفت الله سنګين وويل، چې دا لاريون د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د ۱۶ ورځني کمپاين يوه برخه ده، چې په ټول هيواد کې د ښځو د ملاتړو ټولنو له لورې پيل شوې ده.

هغه زياته کړه، د لاريون موخه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له منځه وړل او خلکو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نه کولو پيغام ورکول دي.

د لاريون يو ګډونوال پروېز خوږياڼیوال پر نارينه وو غږ وکړ چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی دې بس کړي او په خبره يې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د کورنيو ترمنځ تاوتريخوالي ته زمينه برابروي.

هغه وويل، نن ځکه دغه لاريون کې برخوال شوی چې لا هم افغان مېرمنې د تاوتريخوالي ښکار دي او نه غواړي چې نور له دوی سره دغه بد چلند وشي.

د لاريون يوه بل ګډونوال بلال افضلي وويل، په اسلام کې د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي منعه راغلې، خو د سواد کچې د کموالي له امله په افغاني ټولنه کې ښځې له تاوتريخوالي سره مخ دي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.