جلال اباد (پژواک، ۸ لېندۍ ۹۷): په ننګرهار کې يو شمېر ځوانانو چې لاريون یې کړی و، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي غوښتونکي شول او له حکومته يې دې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
لاريون د لېندۍ په ۸مه په جلال اباد ښار کې د AWLDO يا د ښځو د رهبرۍ د پراختيا موسسې په نوښت ترسره شو چې يو شمېر ځوانانو هم په کې برخه اخيستې وه.
لاريون د جلال اباد ښار له عامې روغتيا څلورلارې تر پښتونستان واټ پورې ادوام درلود.
لاريون کوونکو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسئ، حکومت دې ښځو ته ځانګړې توجه وکړي او يو شمېر نور شعارونه ورکړل.
د لاريون يو تنظيموونکي صفت الله سنګين وويل، چې دا لاريون د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د ۱۶ ورځني کمپاين يوه برخه ده، چې په ټول هيواد کې د ښځو د ملاتړو ټولنو له لورې پيل شوې ده.
هغه زياته کړه، د لاريون موخه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له منځه وړل او خلکو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نه کولو پيغام ورکول دي.
د لاريون يو ګډونوال پروېز خوږياڼیوال پر نارينه وو غږ وکړ چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی دې بس کړي او په خبره يې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د کورنيو ترمنځ تاوتريخوالي ته زمينه برابروي.
هغه وويل، نن ځکه دغه لاريون کې برخوال شوی چې لا هم افغان مېرمنې د تاوتريخوالي ښکار دي او نه غواړي چې نور له دوی سره دغه بد چلند وشي.
د لاريون يوه بل ګډونوال بلال افضلي وويل، په اسلام کې د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي منعه راغلې، خو د سواد کچې د کموالي له امله په افغاني ټولنه کې ښځې له تاوتريخوالي سره مخ دي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ته د پای ټکی کېږدي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن