خوست ښار (پژواک، ۸ ليندۍ ۹۷): په خوست کې د ۱۱۲ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې د ۶۴ پروژو کارونه پيل شول.
د بيارغونې دغه پروژې د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ د خوست مرکز ترڅنګ د دې ولايت په درې ولسواليو اسماعيل خېل مندوزي، ګربز او نادرشاه کوټ ولسواليو کې پلې کېږي.
د خوست والي حکم خان حبيبي د دغو پروژو د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژو کې د لمريزې برېښنا سيستم، استنادي دېوالونه او د پاکو څښلو اوبو رسولو شبکې شاملې دي.
ده زياته کړه چې د بيارغونې د يادو پروژو په بشپړتيا سره به ۲۱ زره او ۸ سوه کورنۍ له برېښنا او نورو امکانانو څخه برخمنې شي.
په همدې حال کې د خوست د ولايتي شورا منشي قمرعلي لکڼوال، پژواک اژانس ته وويل، دا ټولې هغه پروژې دې چې ګټه يې مستقيماً ولس ته رسيږي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدا غوښتنه کوي.
د يادونې ده چې د خوست مرکز او په يادو درې ولسواليو کې د ولسي تړون په چوکاټ کې د بيارغونې د ۱۷ نورو پروژو کارونه هم روان دي چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې او کار اخيستنه به ترې پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن