ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د ملي امنيت رياست د ټولي مرستیال  وژل شوى

د هرات د ملي امنيت رياست د ټولي مرستیال وژل شوى

author avatar
30 Nov 2018 - 11:38
د هرات د ملي امنيت رياست د ټولي مرستیال  وژل شوى
author avatar
30 Nov 2018 - 11:38

هرات ښار(پژواک،۹ليندۍ۹۷): د هرات چارواکي وايي چې ددغه ولايت په شنډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د خپلمنځي جګړې له امله ٤٥وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې دغه جګړه تېره ورځ مازيګر مهال د شنډنډ په جوی قاضي، ده میرزا قاسم، ده امان او عبدال اباد سيمو کې شوې ده .

فرهاد وايي چې جګړه د طالبانو د ملاهبت الله د ډلې د يوه قوماندان ملاصمد او د ملا رسول د ډلې د يوه قوماندان ملاننګيالي د وسله والو ترمنځ رامنځته شوې چې ١٨ وسله وال د ملاصمد او ١٠وسله وال د ملا ننګيالي په کې وژل شوي دي.   

ده وويل چې د دواړو لوريو ١٧کسان ټپيان شوي هم دي.

د هرات د والي وياند وايي چې د پېښې سيمې ته امنيتي ځواکونه تللي وو چې د وسله والو طالبانو په کمين کې د هرات د ملي امنيت رياست د ټولي مرستیال  جګړن متين وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو دغه جګړه تاييد کړې ده .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.