د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په پروان کې چاودنې دوه تنه ووژل

په پروان کې چاودنې دوه تنه ووژل

Nov 30, 2018 - 15:37

چاریکار(پژواک،۹ليندۍ۹۷): د پروان پوليس وايي چې ددغه ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله  درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د پروان امنيه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه تېره ورځ د شينوارو په اشترشهر سيمه کې رامنځته شوې ده . 

هغه وايي چې په دې چاودنه کې يوه نجلۍ او يو سړى وژل شوي او يو ماشوم ټپي دى .

د نوموړي په خبره ، دغه چاودنه په يوه فلډر  موټر کې د ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده

 د قوماندان په خبره ، دغه پېښه د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې شوې ده .

ددغې چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دى اخيستى .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan