چاریکار(پژواک،۹ليندۍ۹۷): د پروان پوليس وايي چې ددغه ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د پروان امنيه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه تېره ورځ د شينوارو په اشترشهر سيمه کې رامنځته شوې ده .
هغه وايي چې په دې چاودنه کې يوه نجلۍ او يو سړى وژل شوي او يو ماشوم ټپي دى .
د نوموړي په خبره ، دغه چاودنه په يوه فلډر موټر کې د ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده
د قوماندان په خبره ، دغه پېښه د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې شوې ده .
ددغې چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دى اخيستى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن