هرات ښار(پژواک،۹ليندۍ۹۷): د هرات چارواکي وايي چې ددغه ولايت په شنډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د خپلمنځي جګړې له امله ٤٥وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې دغه جګړه تېره ورځ مازيګر مهال د شنډنډ په جوی قاضي، ده میرزا قاسم، ده امان او عبدال اباد سيمو کې شوې ده .
فرهاد وايي چې جګړه د طالبانو د ملاهبت الله د ډلې د يوه قوماندان ملاصمد او د ملا رسول د ډلې د يوه قوماندان ملاننګيالي د وسله والو ترمنځ رامنځته شوې چې ١٨ وسله وال د ملاصمد او ١٠وسله وال د ملا ننګيالي په کې وژل شوي دي.
ده وويل چې د دواړو لوريو ١٧کسان ټپيان شوي هم دي.
د هرات د والي وياند وايي چې د پېښې سيمې ته امنيتي ځواکونه تللي وو چې د وسله والو طالبانو په کمين کې د هرات د ملي امنيت رياست د ټولي مرستیال جګړن متين وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو دغه جګړه تاييد کړې ده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن