ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان  ايمرجنګ کرکټ لوبډله اسيايي لوبو ته غوره شوه

د افغانستان ايمرجنګ کرکټ لوبډله اسيايي لوبو ته غوره شوه

author avatar
1 Dec 2018 - 16:09
د افغانستان  ايمرجنګ کرکټ لوبډله اسيايي لوبو ته غوره شوه
author avatar
1 Dec 2018 - 16:09

 

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۹۷): د اسيايي ايمرجنګ جام سياليو لپاره، د ملي ټيم لوبغاړي نجيب ځدراڼ په مشرۍ د افغانستان لوبډله وټاکل شوه.

د افغانستان کرکټ  د غوراوي کمېټې غړي اسدالله خان د ليندۍ په لسمه د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې د افغانستان کرکټ لوبې شاوخوا پنځوس لوبغاړي د تمريناتو لپاره هندوستان ته استول شوي وو.

نوموړي زياته کړه چې په هندوستان کې له تمريناتو او دوستانه سياليو وروسته، هغوی وتوانېدل چې د دې لوبغاړو له ډلې  د اسيايي ايمرجنګ سياليو لپاره يوه غوره لوبډله وټاکي.

نوموړي زياته کړه چې د اسيا ايمرجنګ سياليو کې د اتو هېوادونو لوبډلې ګډون کوي چې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

اسدالله وويل، ټاکل شوې چې يو ګروپ کې شاملې لوبډلې په سريلانکا کې خپلې سيالۍ ترسره کړي او د بل ګروپ لوبډلې به د پاکستان په کراچۍ کې خپلو کې لوبې وکړي، د افغانستان لوبډله به  په سريلانکا کې لوبه وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په الف ګروپ کې د افغانستان، هندوستان، سريلانکا او عمان لوبډلې او ب ګروپ کې د پاکستان، بنگله دېش، نيپال او امارات متحده عرب شاملې دي.

نوموړي زياته کړه چې د نجيب الله ځدراڼ په مشرۍ د افغانستان لوبډله کې احسان جنت، ابراهيم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، ناصرجمال، دروېش رسولي، شاهدکمال، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، کريم جنت، ضيا اکبر، فضل حق، وفادارمومند، ظاهرخان او قيس احمد شامل دي او همداراز بهير محبوبي، ضياالرحمن شريفي او وقار سلام خېل احتياطي لوبغاړي دي.

اسدالله خان زياته کړه چې د شته معيارونو له مخې، د ملي ټيم څلور لوبغاړي هم په دې لوبو کې ګډون لري.

د يادونې ده، افغانستان په دې سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د ډسمبر په ۷ مه له هندوستان سره ترسره کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.