ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

په کندهار کې د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

author avatar
1 Dec 2018 - 16:50
په کندهار کې د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو
author avatar
1 Dec 2018 - 16:50

کندهار (پژواک، ۱۰ لیندۍ ۹۷): په کندهار کې د لاسي صنایعو نندارتون نن پیل شو چې دوه ورځې به پرانیستی وي.

دغه نندارتون چې د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړ شوی، د دې ولایت لسګونو نارینه او ښځینه صنعتکارانو په کې خپل لاسي توکي او مصنوعات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د نندارتون د پرانیستې پر مهال د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د لاسي توکو دغه نندارتون د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خوا جوړ شوی چې د صنعتکارانو، سوداګرو او عامو خلکو تر څنګ په کې د ګاونډیو هېوادونو د قونسلګریو ډیپلوماتانو هم ګډون کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو او هغوی ته د بازار موندلو په برخه کې ډېر رول لري.

دی وايي، ولایتي اداره د کورنیو تولیداتو د ودې او بازار موندنې په برخه کې کار کوي او هڅه کوي صنعتکارانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د منيب په وینا، په دې وروستیو کې له ولسمشرۍ ماڼۍ څلور کسیز پلاوی کندهار ته راغلی او پر دې کار کوي څو د ولایتونو تر منځ په اقتصادي، صنعتي او فرهنګي برخو کې تفاهملیکونه لاسلیک شي.

ده وویل، په دې توګه به نه یواځې کورنیو تولیداتو ته په کور دننه بازار وموندل شي، بلکې د صنعتکارانو او سوداګرو د ستونزې د حل لپاره به هم پر وخت اقدام وشي.

په کندهار کې د ملي متشبثینو د ټولنې مسوول حاجي رحم الدین اغا پژواک ته وویل، تر اوسه ډېری هېوادوال خبر نه دي چې په خپلو خپلو ولایتونو کې یې څه توليدېږي، په همدې بنسټ دغسې نندارتونونه ډېر ګټور دي.

خو دی زیاتوي، دغسې نندارتونونه دې د زونونو او ولایتونو تر منځ ګډ جوړ شي، څو په دې توګه خلک د خپل هېواد له تولیداتو خبر شي او په کور دننه هم ښه بازار موندنه ورته وشي.

د نندارتون یوې برخه والې ډاکټر نایبې بیا غوښتنه کوله چې دغسې نندارتونونه دې پراخ شي او د نورو ولایتونو تر څنګ دې مرکز کابل ته هم وغځول شي، څو د کورنیو سوداګرو تر څنګ یې بهرني سوداګر هم ننداره کړای شي او په دې توګه له هېواده بهر بازار موندنه ورته وشي.

د یادونې ده چې دوه اونۍ وړاندې هم په کندهار کې کرنیز نندارتون جوړ شوی و چې د کرنې ریاست او مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ په لسګونو غرفو کې د کندهار کرنیز توکي، وچه او لنده مېوه، لاسي صنایع او نور نندارې ته اېښودل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.