ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ۳۷ وسله وال طالبان د خپل موټربم چاودنې وژلي

کندهار کې ۳۷ وسله وال طالبان د خپل موټربم چاودنې وژلي

author avatar
1 Dec 2018 - 14:04
کندهار کې ۳۷ وسله وال طالبان د خپل موټربم چاودنې وژلي
author avatar
1 Dec 2018 - 14:04

کندهار ښار (پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٧): د ملي دفاع وزارت او د کندهار چارواکي وايي چې په معروف ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د والي وياند عزيزاحمد عزيزي د لېندۍ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د معروف ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو له دولتي ځواکونو نيولى هاموې موټر له چاودېدونکو توکو ډک کړى و او غوښتل يې چې د زابل د اټغر ولسوالۍ په سرحد کې د ملي اردو پر يوه کنډک  د موټربم بريد وکړي.

عزيزي وايي، دغه موټر په خپله پر دوى چاودېدلى او ګڼ شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخوا د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې چاودنه کې ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى ١٥ موټرسايکل هم له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.