جلال اباد (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار له محبس څخه د انسان تښتونې په قضيه کې پر ۱۶ کاله بند محکوم شوى يو بندي تښتېدلی دی.
چارواکي پېښه تاييدوي او وايي چې د تالاشيو ټولو پوستو او امنيتي ارګانونو ته د ياد شوي کس عکس او معلومات ورکړل شوي او د بېرته نيول کېدو هڅې يې روانې دي.
له محبس څخه پر تېښته بريالي شوي د رياض په نوم دغه کس ته څو ورځې وړاندې د ننګرهار استيناف محکمې له لوري د انسان تښتونې په قضيه کې د ۱۶ کاله بند سزا ورکړې وه.
له هغه سره په دغه قضيه کې د نوموړي دوه وروڼه او شپږ نور کسان هم په ۱۶ او پنځو کلونونو بند محکوم شوي و.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لېندۍ په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل، چې د رياض په نوم يو تن چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت استيناف محکمې د انسان تښتونې قضيه کې د ښکېلتيا له امله په ۱۶ کاله بند محکوم کړی او ننګرهار محبس کې ساتل کېده په تېښته بريالی شوی دی.
هغه وايي، تېره ورځ په محبس کې د بنديانو او د هغوی د خپلوانو د لېدو ورځ وه، چې له همدې موقع څخه په ګټې اخيستو نوموړی په تېښته بريالی شوی دی.
د والي وياند وايي، د نوموړي د بېرته نيول کېدو هڅې پيل شوې دي او ټولو امنيتي ارګانونو او د تالاشيو پوستو ته د هغه عکسونه او معلومات لېږل شوي دي.
دی وايي، محبس کې د هغه دوه نور وروڼه هم شته او له هغوی څخه به پلټنې دې ته زمينه برابره کړي، چې تښتېدلی شخص بېرته د امنيتي ارګانونو له لوري ونيول شي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د ننګرهار عمومي محبس د مسوولينو نظر هم له ځانه سره ولري؛ خو د محبس له مدير عبدالولي حصارک سره له بيا ځلي اړيکو ټينګولو وروسته هم په دغه چاره بريالي نه شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن