ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ۱۱ ولسواليو کې د ستروسو ۲۵۰ باغونه جوړيږي

د ننګرهار ۱۱ ولسواليو کې د ستروسو ۲۵۰ باغونه جوړيږي

author avatar
2 Dec 2018 - 18:22
د ننګرهار ۱۱ ولسواليو کې د ستروسو ۲۵۰ باغونه جوړيږي
author avatar
2 Dec 2018 - 18:22

جلال اباد (پژواک، ۱۱ ليندۍ ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت ۱۱ ولسواليو کې د کرنې وزارت له لوري د کروندګرو په ۲۵ سلنه ونډې د ستروسو ۲۵۰ باغونه جوړېږي.

چارواکي وايي، د باغونو د جوړېدو لپاره کروندګرو ته د ستروسو نيالګي، سره او نور اړوند توکي ورکول کېږي، چې ۷۵ سلنه لګښت به يې د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ملي پروګرام له لورې ورکړل شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس نور الله سباوون د ليندۍ په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت ۱۱ ولسواليو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د ستروسو ۲۵۰ باغونو جوړولو په موخه يې خزاني کمپاين پيل کړ.

دی وايي، د خزاني کمپاين په ترڅ کې به د ننګرهار په بهسودو، سره رود، ښېوې، دره نور، کامې، ګوشتې، لعلپورې، خوږياڼو، بټي کوټ، غني خېلو او مومندرې ولسواليو کې د ستروسو کورنۍ د مالټې او ليمو ۲۵۰ باغونه جوړ کړي.

نوموړي وويل، دغه باغونه بزګرانو ته جوړيږي، چې ۷۵ سلنه لګښت يې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه ورکوي او پاتې ۲۵ سلنه لګښت کې يې بزګران ونډه اخلي.

ده زياته کړه، هر بزګر ته د ستروسو نيالګي، سره او نور اړونده توکي ورکول کېږي او همداراز کرنې رياست له لوري به د ښې بڼوالۍ په موخه ورته لازمې مشورې او لارښوونې هم ورکول کېږي.

د کرنې رييس وايي، دا چاره به کروندګرو ته د کوکنارو د بديل ښه سرچينه شي او د دې ترڅنګ مالټې او ليمو هغه څه دي چې هر وخت يې بازار موجود وي، نو کروندګرو ته يې ډېره ګټه ده.

د سباوون په وينا، که د مالټې او ليمو دغه باغونه ثمر ته ورسيږي؛ نو د ننګرهار ترڅنګ به د هېواد ګڼ شمېر ولايتونو ته د هغو حاصلات انتقاليږي او د بهرنيو مالټو او ليمو د راتګ مخه به ونيسي.

په همدې حال کې کروندګر وايي، باغونه په ډېر ښه وخت کې رسيږي او بايد حکومت ورسره نورې مرستې هم وکړي، چې دوی له خپلو ځمکو د ګټې وټې نوره وسيله نه لري.

د بټي کوټ ولسوالۍ يوه کروندګر مطيع الله پژواک ته وويل: ((يو خو دلته وچکالي ده، بل زموږ ځمکې کمې دي، بيا چې ځمکو کې باغونه جوړ کړو او ورته ناست يو، چې دا بله کله حاصل ورکوي؛ نو خورو به څه، موږ خو نوره ګټه نه لرو.))

د سره رود ولسوالۍ يوه کروندګر عبدالباسط هم ورته څرګندونې کوي او غوښتنه لري، چې حکومت دې دوی سره د باغونو د رسېدو تر وخته د نورو اسانتياوو مرسته وکړي.

خو د ننګرهار د کرنې رييس وحيد الله سباوون وايي، کروندګر په دغه موده کې کولی شي، په خپلو ځمکو کې نور فصلونه هم وکري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.