ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر اوسه له افغانستانه چين ته ٥٠٠ ټنه جلغوزي صادر شوي

تر اوسه له افغانستانه چين ته ٥٠٠ ټنه جلغوزي صادر شوي

author avatar
2 Dec 2018 - 16:59
تر اوسه له افغانستانه چين ته ٥٠٠ ټنه جلغوزي صادر شوي
author avatar
2 Dec 2018 - 16:59

کابل(پژواک، ١١ ليندۍ ٩٧): تر اوسه د هوايي دهلېزونو له لارې له افغانستان څخه چين ته ٥٠٠ ټنه جلغوزي صادر شوي او تر راتلونکې يوې مياشتې به دغه کچه د ٤٠ ميليون ډالرو په ارزښت زرو ټنو ته ورسيږي.

دغه څرګندونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره کړې دي.

 افغانستان په ١٣٩٦ کال کې له هند سره هوايي دهلېز پرانيست. تر هغه وروسته يې له ترکيې، سعودي عربستان، او يو شمېر نورو هېوادونو سره هم هوايي دهليزونه پرانيستل.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي، وايي سږکال د لړم په ۱۵ مه د هېواد ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان د جلغوزیو او نورو محصولاتو د صادرولو په موخه له چین سره هوایي دهلیز پرانیست، چې دا نوښت د جلغوزیو د صادراتو د کچې د زیاتېدا سبب شو.

د هغه په وينا، تر هغه وروسته چې د جلغوزیو د قاچاق مخه نیول شوې نورو هېوادونو ته د افغانستان په خپل نوم ددې محصول صادرات زیاته شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.