کابل (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٧): د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسه، جينوا کنفرانس او اصلاحات و ارزوي.
ټاکل شوې ده چې د ناټو او متحدينو د بهرنيو چارو وزيران دوه ورځنۍ غونډه د لېندۍ په ١٤مه او ١٥مه (د ډسمبر ٤مه او ٥مه) د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شي.
په بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي د لېندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان په اړه د ناټو په ځانګړې ناسته کې به د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال مېلر، ملکي استازى زميرمان، د ملګرو ملتونو ، اروپايي اتحاديې او نړيوال بانک استازي هم ګډون کوي.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د ناټو د ٢٩ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر څنګ د قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون د ١٤ متحدينو استازي هم برخه اخلي.
ناټو وايي چې د غونډې په لومړۍ ورځ به د ګڼ شمېر موضوعاتو تر څنګ په اوکراين او نورو سيمو کې د روسيې پر بې ثباته فعاليتونو، سخت دريځۍ، منځني ختيځ، شمالي افريقا او د افغانستان په اړه ځانګړې خبرې کېږي.
سرچينې وويل چې د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې به د افغانستان وروستي حالات او په دغه هېواد کې د ناټو د روزنې ماموريت وارزول شي.
د ناټو د مطبوعاتي دفتر دغه چارواکي زياته کړه چې دغه راز د افغانستان په اړه ځانګړې توګه کې به پنځه مياشتې کې د ناټو د سرمشريزې غونډې پر مهال د افغانستان په اړه شوې پرېکړې ارزول کېږي.
دغه سرچينې زياته کړه چې غړي هېوادونه به يو ځل بيا تر ٢٠٢٤ کاله پورې د افغان ملي امنيتي دفاعي ځواکونو د ملي ملاتړ لپاره خپلې ژمنې تازه کوي.
سرچينه وايي، د ناټو د بهرنيو چارو وزيران دغه راز به د افغان حکومت له خوا د اصلاحاتو، ښځو او بشري حقوقو، ښې حکومتدارۍ او د فساد پر ضد مبارزې پر ژمنو هم خبرې کوي.
د ناټو چارواکي وويل چې په دې غونډه کې به د افغان سولې پروسې او د جينوا کنفرانس پر لاسته راوړنو هم بحث کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن