ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار يو شمېر ښځې او نجونې په واټونو او کوڅو کې له ځورونو تر پزې راغلې

د ننګرهار يو شمېر ښځې او نجونې په واټونو او کوڅو کې له ځورونو تر پزې راغلې

author avatar
2 Dec 2018 - 15:45
د ننګرهار يو شمېر ښځې او نجونې په واټونو او کوڅو کې له ځورونو تر پزې راغلې
author avatar
2 Dec 2018 - 15:45

جلال اباد (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار ولايت يو شمېر مېرمنې، د ښځو د حقونو مدافعينې او مسوولين په لارو او کوڅو کې د ښځو او نجونو له ځورولو شکايت کوي او وايي، دا په کورونو کې د ښځو پر وړاندې تر تاوتريخوالي زيات ځوروونکی عمل دی.

دوی وايي، ډېرې نجونې له دې له امله زده کړې نيمګړې پرېږدي او ښځې د دندو پرېښودو ته اړې کېږي.

دوی دا څرګندونې د لېندۍ په ۱۱مه جلال اباد ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيوالې ورځې په وياړ جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې سلسلې رښتيانۍ وويل، روان کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له ۲۵۰ ډېرې قضيې ثبت شوې چې يوازې سل هغه يې له دغه رياست سره دي.

دا وايي، په دغو پېښو کې د وهلو ټکولو، حق نه ورکولو او طلاق تر څنګ بېلابېل موارد شامل دي چې تر ډېره د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت مقام د جندر برخې مسوولې مژګان کريم وويل، لا هم د دغه ولايت مېرمنې او نجونې په لارو او کوڅو کې له ازار او اذيت څخه کړېږي او د دوی د پرمختګ مخه يې نيولې ده.

هغې يادونه وکړه، د ښځو دا ازار او اذيت په کور تر دننه تاوتريخوالي ډېر ځوروونکی عمل دی او پر کورنيو غږ کوي چې خپل نارينه اولادونو ته د دغه کار نه کولو سپارښتنه وکړي.

غونډې ته يوې راغلې مېرمنې خديجې وويل، دوولس کاله يې د ښوونځي په دوره کې، څلور کاله يې د پوهنتون او اوس هم د دندې پر مهال له دې ستونزې سره مخ ده.

نوموړې زياتوي: ((زه اوس هم په اسانۍ لارو او کوڅو کې نه ګرځم، په هر ځای کې ځورول کېږمه، زما له دولته جدي خواهش دا دی، لوږه تنده تېرولی شو، خو ازار او اذيت نه شو منلی.))

د ښځو د حقونو يوې مدافع ماريا اسحاقزۍ وويل، د ښځو پر وړاندې دا ازار او اذيت د ښځو د پرمختګ مخنيوی کوي او ټولنه کې يې د کار خنډ ګرځي.

ديني عالمان وايي، تر هغه چې کورنۍ او ټولنه د اسلام له مخې مخې ته ولاړ نه شي، تر هغو  د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی پای ته نه رسېږي.

ديني عالم مولوي عبدالظاهر صديقي تاوتريخوالی د حق د نه ورکړې له امله رامنځته کېږي او که ښځه د خاوند او خاوند د ښځې حق ورکړي هېڅ ستونزه نه رامنځته کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.