ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د ډبرو سکرو موټرو ۶۰ چلوونکي تښتول شوي

سمنګان کې د ډبرو سکرو موټرو ۶۰ چلوونکي تښتول شوي

author avatar
2 Dec 2018 - 16:14
سمنګان کې د ډبرو سکرو موټرو ۶۰ چلوونکي تښتول شوي
author avatar
2 Dec 2018 - 16:14

ايبک (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٧): د سمنګان ځايي چارواکي وايي چې وسله وال طالبانو د ډبرو سکرو د لېږدوونکو موټرو ٦٠ چلوونکي تښتولي دي.

د دغه ولايت د دره صوف پايين ولسوال  عبدالمتين د لېندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار اووه بجې د يادې ولسوالۍ د دره خشک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو له دغو موټر چلوونکو غوښتي  چې د هر موټر پر سر بايد ٧ زره افغانۍ دوى ته محصول ورکړي.

ولسوال وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې له وسله والو طالبانو دي او څو پورې چې امنيتي ځواکونه دا سيمه تصفيه نه کړي، دا ستونزې نه ختمېږي.

د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو کلېنران هم تښتولي وو خو هغوى يې بېرته خوشې کړي دي.

يوه کلېنر چې د طالبانو له خوا خوشې شوى وايي، چې وسله والو د ډبرو سکرو له هغو موټرو  چې مزارشريف ته ځي ١٤زره او چې د سمنګان مرکز ايبکو ښار ته ځي شپږ زره افغانۍ غوښتي دي.

نوموړي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ له درې کيلومترۍ ياد کسان تښتولي دي.

د دره صوف پايين ولسوالۍ اجرايه مدير قربان نظر خاوری وايي چې تښتول شوي کسان ۶۰ تنه هغه ډرېوران دي چې له دغې ولسوالۍ څخه یې بلخ ولايت ته دډبرو سکاره وړل.

نوموړی وايي چې دغه کسان نن سهار طالبانو د دره صوف پايين ولسوالۍ له دره چرچیل څخه تښتولي او نامالوم لوري ته يې وړي دي.

د سمنګان د امنيې قومندانۍ ویاند منیر رحيمي هم پېښه تاييدوي او وايي چې د تښتول شوو کسانو شمېر ۴۵ تنه دي.

هغه زياتوي چې له دغو کسانو طالبانو د ماليې او ګمرکي پيسو غوښتنه کړې وه چې دوی نه وې ورکړې.

نوموړی وايي چې پولیس سيمې ته رسيېلي او د تښتول شوو چلوونکو د خلاصون هڅې پيل شوې هغه وايي چې د سيمې قومي مشرانو هم هڅې پیل کړې چې ياد کسان د طالبانو له بنده راخوشې کړای شي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.