ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زرمت کې  بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٢ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په زرمت کې بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٢ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
2 Dec 2018 - 16:49
په زرمت کې  بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٢ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
2 Dec 2018 - 16:49

ګردېز(پژواک، ١١ ليندۍ ٩٧): د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د يادې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو د دې پېښې پر ضد لاريون وکړ او د وژل شويو کسانو جسدونه يې د پکتيا ولايت مقام مخې ته د احتجاج په توګه راوړل.

د دوی له ډلې عبدالله پژواک ته وويل چې بهرنيو ځواکونو د شپې شاوخوا دوولس بجې د زرمت ولسوالۍ د شملزو کلي په ځينو کورونو چاپه ووهله چې په ترڅ کې يې اته تنه وژلي دي.

دی وايي:((دا زما ورور دی، له خوبه يې راپورته کړی و، مور ته يې ويلي و، چې له ده تحقيق کوو، له کوره يې راباسلی او په شهادت يې رسولی دی. بل مې تره دی چې اته مرمۍ يې ويشتلی، شديد زخمي دی او اوس په شفاخانه کې دی.))

د سهاکو د شملزو يو بل اوسېدونکی حميد وايي چې وژل او ټپيان ټول ملکي وګړي دي:((امريکايانو په دې چاپه کې اته نفره بې ګناه، چې جنازې يې ستاسو په مخ کې ايښې دي، د مور په غېږ کې وژلي.))

د ميرزاخان په نوم يوتن پژواک ته وويل چې بهرني ځواکونه يې کورونو ته ورغلي او له پوښتنو، ګروېږنو پرته يې د ده دوه زامن او يو وراره وژلي دي.

دی وايي، زامنو يې مزدوري کوله او له کوره يې ايستلي او وژلي دي.

ده وويل:((دروازې يې په لغتو راوهلې، راننوتل، بې پوښتنې چې څوک يې؟ څه نومېږې؟ زما دوه زامن او يو وراره دی، مزدوري يې کوله، خښتې يې اېستلې. د طالب او بل څه پوښتنه نشته، ويې وژل.))

د ياد کلي يو بل اوسېدونکی نورالدين وايي چې وسله وال مخالفين او ځايونه يې معلوم دي، خو دا څووم ځل دی چې بهرني ځواکونه عام خلک وژني.

دی وايي چې يادو ځواکونو له دغې مرګ  ژوبلې سربېره ځينې بنديان کړي هم دي.

نوموړي زياته کړه:((عام خلک يې په شهادت رسولي دي، په دې که نه طالب و، نه ترهګر و. پر کورونو يې چاپې ووهلې، د خپلو ښځو او مېندو  تر مخې يې ووژل او په شهادت يې ورسول، عام خلک يې هم راوړي او بنديان کړي يې دي.))

د پکتيا مرستيال والي عبدلولي سهي له احتجاج کوونکو سره په ليدنه کې ياده پېښه زړه بوږنوونکې وبلله او ويې ويل چې د اړوندو ادارو مسوولين د پېښې نوعيت او عوامل څېړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.