ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان يوشمېر خلکو د جنرال رازق فاتحه کې له شيدا محمد ابدالي ملاتړ اعلان کړ

د لغمان يوشمېر خلکو د جنرال رازق فاتحه کې له شيدا محمد ابدالي ملاتړ اعلان کړ

author avatar
3 Dec 2018 - 17:20
د لغمان يوشمېر خلکو د جنرال رازق فاتحه کې له شيدا محمد ابدالي ملاتړ اعلان کړ
author avatar
3 Dec 2018 - 17:20

جلال اباد (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۷): د لغمان ولايت سلګونه خلکو د جنرال رازق د څلوېښتي په غونډه او فاتحه کې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د احتمالي کانديد شيدا محمد ابدالي پر ملاتړ غونډه وکړه.

دوی پر خپل وخت د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو پر ترسره کېدو، د سولې په راتګ او د امنيت پر ټينګښت هم ټينګار وکړ.

دغو سلګونه خلکو د خبرو پر مهال د جنرال رازق د قاتلينو د نيولو او په عام محضر کې د سزا ورکولو غوښتنه هم وکړه.

دغه غونډه د لېندۍ په ۱۲مه د لغمان قرغيو ولسوالۍ کې په ختيځ کې د ځوانانو د ملي يووالي ټولنې له لوري جوړه شوې وه چې د شپږ سوه په شاوخوا کې کسانو په کې برخه اخيستې وه.

د غونډې د تنظيموونکو له ډلې په لغمان کې د ځوانانو د ملي يووالي ټولنې مشر عبدالجبار عمرخېل پژواک اژانس ته وويل، د غونډې موخه د جنرال رازق ياد او پر خپل وخت د راتلونکو ټاکنو ترسره کېدل دي.

هغه زياته کړه، حکومت دې د جنرال رازق د قاتلينو په نيولو کې له ناغېړۍ کار نه اخلي، ولسمشريزو ټاکنو ته دې پر خپل وخت د ترسره کېدو زمينه برابره کړي او دغه راز يې د ولسمشرۍ له احتمالي نوماند شيدا محمد ابدالۍ څخه په راتلونکو ټاکنو کې د کانديداتورۍ ملاتړ وکړ.

مدني فعال عبدالرحمن معاون هم پر خپل وخت د ولسمشريزو ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او دغه راز يې جنرال رازق په ډيورنډ کرښه "شهيد" شوی جنرال ياد کړ.

هغه وويل، حکومت راتلونکو ټاکنو ترسره کېدو ته ژمنتيا نه لري؛ خو وايي ولس بايد حکومت دې ته مجبور کړي چې راتلونکې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي.

قومي مشر معلم عزيز کوچي هم پر خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو او په کې د ولسمشرۍ څوکۍ د کانديد په توګه د شيدا محمد ابدالي د کانديدېدو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه: ((زموږ غوښتنه دا ده، چې د جنرال رازق قاتلين ونيول شي او په عام محضر کې اعدام شي بله خبره زموږ دا ده چې ټاکنې په خپل وخت ترسره شي او سوله رامنځته شي.))

د غونډې ګډونوالو د جنرال رازق فاتحه هم واخیسته او دغه راز يې ډاډ ورکړ چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د امنيت لپاره به خلک لاس په کار شي.

په هندوستان کې د افغانستان پخوانى سفير ډاکتر شيدا ابدالي چې د کندهار ولايت اوسېدونکى دى، څو اوونۍ مخکې د کندهار او سوېلي ولايتونو د ځينو قومي مشرانو له خوا راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند اعلان شوى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.