د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات ولایت د پاشدان بند ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې

د هرات ولایت د پاشدان بند ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې

Dec 03, 2018 - 19:12

هرات ښار (پژواک، ١٢ لیندۍ ٩٧): چارواکي وايي، د هرات د پاشدان بند ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې او پر کانالونو یې کار روان دی.

دا خبره نن د هریرود ــ مرغاب حوزې رییس نور احمد بارز خبري ناستې ته وکړه.

هغه زیاته کړه، د پاشدان د اوبو بند د ۱۴ زره هکتاره کروندې د اوبو لګولو سربېره د دوه مېګا واټه برېښنا د تولید او ۴۵ مېلیون متر کعب اوبو د زېرمه کولو توان لري.

هغه وايي: ((له دې مخکې چې هېوادوال شرکت کار پیل کړي، د دغه بند کار له ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنه مخکې تللی وو، خو زموږ بیا کتنه ښيي چې د دغه بند ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې او همدا اوس په کې ۳۰۰ عادي او تخنیکي کسان کار کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د ولایتي شورا څو تنه غړي د دغه بند د جوړېدو په چارو کې له سستۍ اندېښنه څرګندوي.

دوی له حکومت څخه غواړي چې د دغه بند د کارونو د چټکتیا لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

د هرات د ولایتي شورا غړي غلام حبیب هاشمي وویل، دغه شرکت د بند پاشدان د کارونو توان نه لري.

په هرات کې د اقتصادي چارو کارپوه بشیر احمد ابراهيمي بیا پر دې باور دی چې که حکومت په هېواد کې د اوبو د بندونو جوړلو ته جدي پاملرنه وکړي، د کرنې پر ودې سربېره به په هېواد کې اقتصادي وضعیت او کاري فرصتونه هم ښه شي.

هغه ټينګار وکړ چې په دې برخه کې عملي پروګرامونو ته اړتیا ده، نه د حکومت سمبولیکو ژمنو ته.

د دغه بند د رغونې چارې د ۱۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت په ۱۳۹۰ کال کې پیل او ټاکل شوې وه چې تر درېیو کالو به یې چارې بشپړې شي، خو اوس د نږدې اوو کلونو له تېرېدو وروسته یې ۳۰ سلنه  کار بشپړ شوی دی.

پاشدان له سلما وروسته د هرات د اوبو تر ټولو لوی بند دی چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement