ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا په تګاب کې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

د کاپيسا په تګاب کې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

author avatar
3 Dec 2018 - 13:56
د کاپيسا په تګاب کې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې
author avatar
3 Dec 2018 - 13:56

محمودراقي- کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٧): وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې يې د بهرنيانو يوه چورلکه ويشتلې، خو ناټو وايي چې هلته د افغان ځواکونو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د لېندۍ په ١٢مه رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې تېره شپه د عملياتو پر مهال د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې يې د امريکايانو يوه چورلکه غورځولې ده.

هغه زياته کړې، دا لويه چينوک چورلکه وه چې په کې د عملياتو سرتېري لېږدول کېږي او ممکن په کې سپاره لسګونه سرتېري وژل شوي وي.

خو په کابل کې د ناټو د روزنې د غوڅ ملاتړ ماموريت مطبوعاتي دفتر  د وسله والو طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړه.

سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې هلته د افغان ځواکونو يوې چورلکې چې په کې بهرني سرتېري سپاره وو، بېړنۍ ناسته کړې ده.

د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې پېښه کې هېڅ سرتېرى نه دى ټپي شوى.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند سروش کوهستاني او د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي له دې پېښې بې خبري وښوده.

خو ساپى وايي چې په دې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځوکونو په عملياتو کې تر ٣٠ پورې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تګاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى وحيدالله وايي چې دوى هم خبر شوي چې تېره شپه د بدراب درې په مياخېلو سيمه کې د عملياتو پر مهال يوه چورلکه غورځېدلې ده.

هغه وايي، دا لا نه ده معلومه چې چورلکه ويشتل شوې او که یې بېړنۍ ناسته کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.