ښرنه(پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٧): د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د ٦١٢ ميليونه افغانيو په لګښت ١٥٣ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي.
دغه څرګندونې د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق د ليندۍ په ١٢مه خبريالانو ته وکړې.
هغه وويل چې د دغه ولايت په مرکز ښرنه او ١٨ ولسواليو کې د ١٥٣ ښځونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي.
ده زياته کړه چې پر دغو ښوونځيو به ٦١٢ ميليونه افغانۍ ولګول شي چې د جوړېدو چارې به يې د دوه کلونو په موده کې بشپړې شي.
دغه راز په دې غونډه کې په پکتيکا کې د ولسي تړون پروګرام ولايتي مسوول محمد شفيق شپون وويل چې دغه ښوونځي به ٩١٢ درسي خونې ولري چې تر ډېره به د زده کوونکو د سرپناه ستونزه ورسره هواره شي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې څو ځلې د پکتيکا ښوونکو او زده کوونکو د ښوونځيو د ودانيو د نه شتون له امله شکايتونه کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن