ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې له اسنادو پرته د معلولينو او شهیدانو د وارثینو په نوم  امتياز  اخيستل شوى

بغلان کې له اسنادو پرته د معلولينو او شهیدانو د وارثینو په نوم امتياز اخيستل شوى

author avatar
4 Dec 2018 - 12:26
بغلان کې له اسنادو پرته د معلولينو او شهیدانو د وارثینو په نوم  امتياز  اخيستل شوى
author avatar
4 Dec 2018 - 12:26

پلخمري(پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٧): د بغلان چارواکي وايي چې سلګونو کسانو په تېرو څو کلونو کې د معلولينو او د شهیدانو د وارثینو په نوم  له قانوني اسنادو پرته امتیازات ترلاسه کړي دي.

دغه څرګندونې د بغلان د کار او ټولنيزو چارو رييس محمد صالح د معيوبينو او معلولينو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغه وويل چې په تېرو څو کلونو کې شاوخوا زرو کسانو د معلولينو او د شهیدانو د وارثینو په نوم  له قانوني اسنادو پرته کلني امتیازات ترلاسه کړي دي.

ده زياته کړه: (( د دغو کسانو اسنادونه مو له تېرو څو مياشتو راهيسې  اړوندو ادارو ته استولي، ترڅو چک يې کړي او د دغو کسانو د ډېرو تذکرې يې هم د باور وړ نه دي، ځکه تصديق شوې نه دي، جعلي دي.))

دغه راز په دې غونډه کې د بغلان د شهیدانو او معلولينو ادارې امر عبدالصبور صابرزاده وويل چې په دغه ولايت د ځينو حکومتي ادارو له خوا له معلولينو سره توپيري چلند کېږي.

هغه وايي: (( هره اداره د ځان لپاره ځانګړى تخصيص لري، خو معلولينو ته تر اوسه بوديجه نه ده ځانګړې شوې چې له امله يې ډېرى معلولين په ستونزو کې دي.))

نوموړي د بغلان د کار او ټولنیزو چارو پر ریاست هم نيوکه وکړه چې له څه مودې راهيسې يې د زرګونو معلولينو امتیازات نه دي ورکړي.

همدارنګه د معلولينو په استازيتوب بسم الله ذکي وويل چې له دوى سره ځينې حکومتي مسوولين توپيري چلند کوي چې له امله يې په ستونزو کې دي.

ذکي وویل: (( حکومت دې د ځینوادارو د توپیري چلند د مخنیوي ترڅنګ د معیوبینو پرخپل ځان بساینې  لپاره حرفوي پروژې په لاره واچوي.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریيس محمد صالح وويل چې يواځې هغو معلولينو ته امتيازات نه دي ورکړل شوي چې اسنادونو يې ستونزه درلوده.

ده وويل چې د يادې ستونزې د حل لپاره دوى هلې ځلې پيل کړي چې وروسته به بيا دغه کسان بېرته د امتيازاتو په لېست کې شامل کړاى شي.

د يادونې ده چې په بغلان ولايت کې شاوخوا شپږ زره کسانو د معلولينو په توګه ځانونه راجستر کړي او کلني امتيازات تر لاسه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.