ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حسنا جلیل د کورنیو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستياله شوه

حسنا جلیل د کورنیو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستياله شوه

author avatar
4 Dec 2018 - 18:03
حسنا جلیل د کورنیو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستياله شوه
author avatar
4 Dec 2018 - 18:03

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٧): د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستيال پاسوال مسعود احمد عزيزي له خپلې دندې استعفا ورکړه او پر ځاى يې حسنا جليل وټاکل شوه.

هغه ولسمشر ته د روانې ليندۍ مياشتې په پنځمه په خپله استعفا پاڼه کې ليکلي چې نور په دغه وزارت کې د ځان لپاره د خدمت کولو کومه د پام وړ اړتيا نه ويني.

دغه راز هغه ليکلي:" بل پلو ته په هېواد کې حالات داسې دي چې د سمون په موخه يې بايد په سمدستي توګه ډېر کار، هڅې او کوښښ وشي، او زما په شان يو تحصيل يافته او د لوړې تجربې لرونکو ځوانانو ته په کار دي چې په هېواد کې مهالني وضعيت ته اغېزمن ځواب ورکړي او په دغه لار کې هر ډول قربانۍ ته چمتو شي."

هغه زياتوي:" نو هېواد او خلکو سره د بې کچې مينې او خدمت په پاکې ارادې او د ځينو نورو دلايلو له امله غواړم استعفا ورکړم او له دې وروسته د خپلو هېوادوالو او قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو سره په ګډه په هېواد کې د يو مثبت بدلون او سمون په موخه هاند او کوښښ پيل کړم."

د کورنيو چارو د وياند مرستيال نصرت رحيمي، د مسعود احمد عزيزي استعفا تاييد کړه.

د دغه وزارت يوې سرچينې پژواک ته وويل چې حسنا جليل د عزيزي پر ځاى د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستياله ټاکل شوې ده.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.