ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار معلولين : په دولتي ادارو کې د دندې حق نه ورکول کېږي

د ننګرهار معلولين : په دولتي ادارو کې د دندې حق نه ورکول کېږي

author avatar
4 Dec 2018 - 15:42
د ننګرهار معلولين : په دولتي ادارو کې د دندې حق نه ورکول کېږي
author avatar
4 Dec 2018 - 15:42

جلال اباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار ولايت معلولين وايي چې لا يې هم د کار او سرپنا ستونزه نه ده حل شوې او په دغه برخه کې ورسره شوې ژمنې نه دي عملي شوي.

دوى د لېندۍ په ۱۳مه د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست کې د معلولينو نړيوله ورځ ونمانځله او خپلې ستونزې يې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړې.

دوى د دغې غونډې پرمهال خپلې بېلابېلې ستونزې شريکې، چې کار ته لاسرسى نه لري او د سرپنا نه موجوديت يې تر نورو لويه ستونزه ګڼله.

اوسمهال په ننګرهار کې شاوخوا ۷ زره معلولين د کار او ټولنيزو چارو له رياست سره راجستر دي، چې ډېری هغه يې له دولتي حقوقو برخمن دي.

ننګرهار کې د معلولينو د اتحاديې مشر مسعود ساپي وويل، د قانون له مخې دوى ته بايد په دولتي ادارو کې د کار درې سلنه ونډه ورکړل شي؛ خو دغه چاره تر اوسه نه ده عملي شوې.

د نوموړي په وينا، بله ستونزه د سرپنا نشتوالى دى، چې لا هم ډېر معلولين اسناد په لاس دفتر په دفتر  په يوې نومرې ځمکې پسې ګرځي او ځيني خو يې لا اسنادو ته هم لاسرسى نه لري.

يو تن معلول حاجي الف خان، چې يوه پښه يې د جګړو له امله قطع شوې وايي؛ ځکه ورته څوک دنده نه ورکوي  چې معلول دى.

هغه وويل، که وضعيت همداسې روان وي، نو معلولين به خپل اعتراضونه پيل کړي.

د لعل زمان په نوم يو بل معلول وايي، د ننګرهار درېيو ښارګوټو کې دوى ته تش په نوم اووه سلنه حق ورکړل شوى، خو عملي شوى لا نه دى.

ده زيانه کړه: ((چمتلې ښارګوټي کې معلولينو ته نومرې ورکړل شوي، خو اسناد نشته او په قاسم اباد او حصارشاهي ښاګوټو کې اسناد ورکړل شوي، هلته نومرې نشته.))

د ننګرهار ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس عبدالحکيم شېرزاد وويل  چې تر پخوا معلولينو ته اسانتياوې ډېرې شوي او لا هم په دغه برخه کې پرمختګ روان دى.

دى وايي، لا هم دولتي ادارو، ښوونځيو او عامه ځايونو ته د تګ پرمهال معلولين له ستونزو سره مخ دي او زينو باندې تګ ورته ستونزمن دى؛ خوډاډ يې ورکړ چې نږدې په وخت کې دا ستونزه حلېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.