د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له جلال اباد څخه د يو خصوصي تلويزيون مشر تښتول شوی

له جلال اباد څخه د يو خصوصي تلويزيون مشر تښتول شوی

Dec 04, 2018 - 19:57

جلال اباد (پژواک ۱۳ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار څخه د انعکاس راډیو تلویزیون مشر نامعلومه وسله والو تښتولی او موټر چلوونکی يې وژلی دی.

چارواکي وايي، د انعکاس په نوم د خصوصي تلويزيون مشر انجينر زلمي ماښام مهال له يو دوکان څخه د سودا اخیستلو پرمهال تښتول شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لېندۍ په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، دغه ولايت کې د انعکاس په نوم د راډيو او تلويزيون بنسټګر او د ننګرهار ملي تلويزيون پخوانی امر انجينر زلمی ماښام شاوخوا پنځه نيمې بجې تښتول شوی دی.

هغه زياته کړه، انجينر زلمی د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې له مربوطاتو په داسې حال کې چې په زرې موټر کې سپور و کرولا کې سپرو وسله والو له ځانه سره وړی او موټر چلوونکی يې په ډزو ويشتی دی.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخيل پژواک اژانس ته وويل، چې د انجينر زلمي موټر چلوونکی روغتون ته په ټپي حالت کې راوړل شوی او بيا يې هلته ساه ورکړې ده.

د پېښې يو عيني شاهد پژواک ته دنوم نه خپرولو په شرط وويل، ماښام مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته مخامخ په کرولا موټر کې سپرو وسله والو پر يو تن ډزې وکړې او بل يې له ځانه سره يوړ.

دی وايي، وروسته پوليس سيمې ته ورسېدل او سيمه يې کلا بنده کړه.

تر اوسه د نوموړي د تښتولو په تړاو د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې او يا هم کوم چا څه نه دي ويلي.

د يادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د انعکاس په نوم دغه تلويزيون باندې وسله وال بريد هم شوی و، چې ګڼ مالي زيانونه يې ورته اړولي و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement