کندهار (پژواک، ۱۳ لنیدۍ ۹۷): چارواکي وايي چې له غزني تر کندهاره د وارداتي برېښنا د پایو او مزو د نصبولو چارې پيل شوي او له کومې ستونزې پرته په چټکۍ روانې دي.
په کندهار کې د برېښنا حوزوي رییس امان الله ایوب فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې له کابل څخه تر غزني پورې د وارداتي برېښنا د لېږد چارې بشپړې شوې، مرکزي ادارې تصمیم ونیو چې له غزني تر کندهاره هم د وارداتي برېښنا د لېږد چارې پيل کړي.
دی وايي، څه موده کېږي چې له غزني تر کندهاره د یادې شوې برېښنا د لېږد اړوند او دسروې او د پایو د نصبولو لپاره د ځمکې د استملاک چارې بشپړې شوې او اوس یې د پایو او مزو د لګولو چارې عملاً پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه پروژه د KC په نوم یوې هندۍ کمپنۍ ته ورکړل شوې ده چې د څارنې چارې یې د برېښنا شرکت او د TT په نوم د یوې امریکايي کمپنۍ پر غاړه دي.
د ده په وینا، د وارداتي برېښنا د لېږد لپاره به له غزني تر کندهاره چې ټول واټن یې ۳۵۶ کیلومتره کېږي، ټولې ۱۳۶۷ پایې او ۵ سب سټېشنونه نصب شي چې تر دې مهاله یې ۱۱۱ پایې نصب شوې دي.
هغه وویل، ټاکل شوې ده دغه پروژه تر ۲۰۲۰ زېږدیز کال پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
فاروقي زیاتوي، پر دغه پروژه ۱۱۵ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې/USAID له خوا ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن