ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېری افغانان: هېواد ناسم لوري ته روان دی خو له طالبانو سره سوله ممکنه ده

ډېری افغانان: هېواد ناسم لوري ته روان دی خو له طالبانو سره سوله ممکنه ده

author avatar
4 Dec 2018 - 18:42
ډېری افغانان: هېواد ناسم لوري ته روان دی خو له طالبانو سره سوله ممکنه ده
author avatar
4 Dec 2018 - 18:42

کابل (پژواک،١٣ لیندۍ ۹۷): د یوې سروې د معلوماتو له مخې، ۶۱ سلنه افغانان باور لري چې هېواد یې ناسم لوري ته روان دی، او ۵۳ سلنه خلک بیا په دې اند دي چې له طالبانو سره سوله ممکنه ده.

«اسیا بنسټ» دغه سروې د روان کال په چنګاښ میاشت کې له ۱۵ زره کسانو سره چې ۵۰ سلنه یې ښځې او عمرونه یې له اتلسو کلونو لوړ دي د مخامخ مرکو له لارې ترسره کړې ده.

په یاده سروې کې له مرکه کېدونکو څخه د امنیت، ټاکنو، حکومتدارۍ، اساسي خدمتونو، اقتصاد، اداري فساد، له وسله والو طالبانو سره د سولې او ځوانانو د مسایلو په اړه پوښتل شوي دي.

په افغانستان کې د اسیا بنسټ رییس عبدالله احمدزي نن په کابل کې د یادې سروې د پایلو د اعلان پر مهال وویل، دغه سروې خپلې راتلونکې ته د افغانانو د هیله مندی او ډار ترکیب څرګندوي.

نوموړي زیاته کړه: ((په ۲۰۱۸ کال کې تجربه شوي شواهد ښيي چې پر دېموکراسۍ، ټاکنو، دولتي بنسټونو او خدماتو د افغانانو باور زیات شوی دی، دوی حتی د کمو پرمختګونو سره، سره ښې راتلونکې ته هیله من دي.))

د یادې سروې نږدې ۳۲ سلنه ځواب ورکوونکو وېیلي چې هېواد مو په سم لوري روان دی، ۶۱ سلنه نورو ویلي چې هېواد یې په ناسم لري روان دي، خو پاتې کسانو بیا په دې اړه د «نه پوهېږم» ځواب ورکړی.

سرچینې لیکلي، د امنیتي وضعیت ښه توب، د بیارغونې زیاتېدل، په حکومتدارۍ کې ښه والی، د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګ او د اقتصادي وضعیت ښه کېدل هغه لاملونه دي چې ۳۲ سلنه مرکه کېدونکي یې له امله هیله من دي.

په سروې کې راغلي، ۶۱ مرکه کېدونکي بیا ناامني، د اقتصادي وضعیت خرابېدل، بې کاري، په حکومتدارۍ کې ستونزې، اداري فساد او نور، هغه مسایل بولي چې له امله یې دوی د هېواد راتلونکي ته هیله من نه دي.

د سروې د معلوماتو په اساس، له ۵۳ سلنه ډېر ځواب ورکوونکي باور لري چې د حکومت او طالبانو تر منځ سوله شونې ده. سرچینې لیکلي، له دې ډلې خلکو ۶۵ سلنه نارینه او پاتې یې ښځې دي.

په سروې کې راغلي، د افغان مېرمنو ژوند د طالبانو له وتلو وروسته ډېر ښه شوی خو اوس هم له ستونزو سره مخ دي.

سرچینې لیکلي، ۷۰ سلنه مرکه کېدونکي له کوره بېرون د ښځو له کار سره موافق دي او ۸۴ سلنه خلک وايي چې ښځې باید د نارینه وو پشان د زده کړو فرصتونه ولري.

دغه زار په سروې کې راغلي، ۶۵ سلنه ځواب ورکوونکي په هېواد کې له دېموکراسۍ راضي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.