ترينکوټ- پل علم (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې په اروزګان او لوګر ولايتونو کې د هوايي بريدونو له امله ٢١ وسله وال طالبان وژل شوي، لس ټپيان دي او يوولس نور نيول شوي دي.
په اروزګان کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا وياند جګړن خانجان نصرتي د لېندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هوايي ځواکونو تېره شپه د خاص اروزګان او چارچينو ولسواليو په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو هوايي بريدونو کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ کلاشینکوفونه او د ۸۲ ملي متري توپ ٨ مرمۍ افغان ځواکونو ترلاسه کړې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، لوګر کې هم پر طالبانو هوايي بريد شوى دى.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت صفر يو قطعې د مرکز اړوند د بابوس په سيمه کې د طالبانو پر کورونو عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او يوولس نور ژوندي نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې د طالبانو د سرې قطعې دوه غړي ملا محمدګل او ملا عظيم هم شامل دي.
بل لور ته بيا د یادې سيمې يوه اوسېدونکي بسم الله پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې پنځه کسان وژل شوي او ١١ نور ژوندي وړل شوي دي.
نوموړي وويل چې په وژل شوي او نيول شوو کې ملکي وګړي شامل دي.
بل لور ته طالبان هم دغه عمليات تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې عملياتو کې شپږ کسان وژل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن