پلخمري (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٧): په بغلان ولايت کې په دوو بېلابېلو ترافيکو پېښو کې دوه کسان مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر محمد نبي نبي زاده د لېندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کيله ګي او باغ شمال سيمو کې دوه ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.
هغه وايي چې په دې پېښو کې دوه کسان مړه شوي او د ښځو او ماشومان په ګډون لس تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د بغلان د عامې روغتیا ریيس ډاکټر محب الله محب پژواک ته وويل چې له يادو پېښو دوه مړي او لس ټپيان ملکي روغتون ته ور وړل شوي دي.
ده وويل چې په ټپيانو کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.
د يادونې ده، ډېرى مهال دغه ډول ترافيکى پېښې د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ او سړکونو د خرابولي له امله رامنځته کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن