ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلکو ته د پوليسو او تميم شنسب ترمنځ نښته کې ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى

خلکو ته د پوليسو او تميم شنسب ترمنځ نښته کې ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى

author avatar
5 Dec 2018 - 14:00
خلکو ته د پوليسو او تميم شنسب ترمنځ نښته کې ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى
author avatar
5 Dec 2018 - 14:00

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۷): په کابل ښار کې د پوليسو او "تميم شنسب" د کسانو ترمنځ د تېرو دوو ورځو په نښتو کې د سيمې هټۍ والو او يو خصوصي شرکت ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى.

نښته وړمه ورځ هغه مهال د کابل په نوي ښار کې حاجي يعقوب څلورلارې ته څېرمه پيل شوه چې امنيتي ځواکونو د يوې حقوقي قضيې په اړه د محکمې د حکم له مخې، د تميم شنسب کور تخليه کاوه، خو شنسب او د هغه ملګرو پر پوليسو ډزې وکړې.

نښته تېره ورځ پاى ته ورسېده او پوليسو شنسب د هغه له ١٨ ملګرو سره ونيو.

د راپورونو له مخې، د کابل د نوي ښار سيمې په دې نښته کې يو پوليس او د شنسب يو ساتونکی وژل شوي او د شنسب د درېيو ملګرو، يوه خبريال او د پوليسو چټک غبرګون قطعې رييس ارکان په ګډون نهه تنه نور ټپيان دي.

د شنسب کور چې ډېر زيان يې ليدلی، نن هم د پوليسو په ولکه کې دى او خبريالانو ته اجازه نه ورکوي چې دغه کور ته دننه شي.

په دې نښته کې په سيمه کې د "بيست نړيوال شرکت" او ګڼو هټيو ته زيانونه اوښتي او نن هم په سيمه کې د هټيو مخې ته ماتې ښيښې پرتې دي.

د ياد شرکت مشر ارشاد ولي ساپي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نښتې پر مهال امنيتي ځواکونو د دغه شرکت د کمپيوټري وسایلو له هټيو د سنګر کار اخيست.

هغه وايي، په دغو نښتو کې د بيست شرکت يو هايلکس موټر، لسګونه پرنټر، سکنر او نور توکي زيانمن شوي او په ټوليز ډول شاوخوا ۲۷زره امريکايي ډالره زيان ور اوښتی دی.

هغه وايي: "نه پوهېږو چی موږ تجاران څه وکړو او چا ته خپل فرياد وکړو؟ نه مو سر په امن کی دی او نه مو مال، کله موږ ته او کله مو کورنۍ ته د غلو او زورواکو له خوا اخطارونه راکول کېږي او کله مو بی ګناه بچيان اختطاف کېږي."

په سيمه کې د تسل قرطاسیې او کمپيوټر پلورنځي مالک تسل حسين خېل بيا وايي چې ده ته شاوخوا ٥٠٠زره افغانۍ زيان اوښتى، د پلور ډېر توکي يې په ګوليو لګېدلي او د هټۍ ټولې ښيښې يې هم ماتې دي.

هغه وايي: "موږ نه پوهېږو، څه وکړو او له چا نه خپل تاوان وغواړو. متاسفانه تر اوسه حکومت له موږ نه هېڅ پوښتنه هم نه دې کړې چې څومره زيان در اوښتى او څوک مو وژل شوي او که نه"

د پيام په نوم د قرطاسيې پلورنځي مالک شاه ضمير چې د خپلې هټۍ د ښيښو پر بيا نصبولو بوخت و، وويل چې ده د نښتې له پيل سره خپل ځان له سيمې و ايست، خو کله چې تېره ورځ بېرته خپلې هټۍ ته راغى ويې ليدل چې د هټۍ ښيښې يې ماتې دي او د پلور ډېر توکي يې هم په ګوليو لګېدلي او زيانمن شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.