ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال کې د ډاياګ مشر، ناقانونه وسله وال د نا امنیو لامل وبلل

شمال کې د ډاياګ مشر، ناقانونه وسله وال د نا امنیو لامل وبلل

author avatar
5 Dec 2018 - 13:58
شمال کې د ډاياګ مشر، ناقانونه وسله وال د نا امنیو لامل وبلل
author avatar
5 Dec 2018 - 13:58

مزارشريف (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۷): په شمال زون کې د ډاياک پروګرام مسوول جنرال عبدالمنان عابد وايي، څو چې له ناقانونه وسله والو وسله ټوله نه شي، امنيت نه شي ټينګېدای.

نوموړي دغه څرګندونې د لېندۍ په ۱۴مه د بلخ امنيه قومامندانۍ له خوا ډاياک پروګرام ته د يو شمېر وسلو د سپارلو پر مهال وکړې.

د ډاياک پروګرام مشر پژواک اژانس ته وويل چې ناقانونه وسله وال د افغانستان په نا امنۍ کې مهم رول لري او د مخنيوي لپاره يې بايد هڅې ګړندۍ شي.

هغه زياته کړه، هر هغه څوک چې دوه ميله ناقانونه وسله او دوه باډيګاردان ولري، نو غير مسوول وسله وال ګروپ ګڼل کېږي.

عابد همدا راز وويل چې په شمال زون کې په ډېری پېښو او جرايمو کې همدا ناقانونه وسلې استعمالېږي.

نوموړی که څه هم د ډاياک پروګرام له خوا د وسلو ټولولو لړۍ د قناعت وړ نه بولي؛ خو زياتوي چې دوی هڅه کوي، څو د ناقانونه وسلو په راټولولو سره د جرايمو کچه راشي.

د هغه په خبره نامسوول وسله وال هېڅ ډول قانون ته ژمن نه دي او پر امنيتي ځواکونو يې غږ وکړ چې د ناقانونه وسله والو ګروپونو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

د ډاياک مسوول وويل چې شمال زون کې ناقانونه وسله ډېره زياته ده چې له همدې امله دوی اندېښمن دي.

د هغه په وينا څو چې ناقانونه وسله ټوله نه کړای شي، نو امنيت نه شي ټينګېدای.

په ورته وخت کې د بلخ امنيه قوماندان هم وايي چې د بلخ ټولو امنيتي منسوبينو ته يې د نا مسووله وسله والو د مخنيوي او بې وسلې کولو سپارښتنه کړې.

پاسوال محمد اکرم سامع پژواک اژانس ته وويل چې دوی د بلخ ولايت په مربوطاتو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال شاوخوا ۳۵ تنه متهمين او ۳۱ ميله مختلف النوع وسله نيولې چې نيول شوي کسان څارنوالۍ ته سپارل شوي او ۳۱ ميله وسله يې نن ډاياک پروګرام ته وسپارله

سامع وايي چې ډاياک پروګرام ته په سپارل شوې وسلو کې کلاشينکوفونه، تومانچې، چره يي ټوپک، وسپنیزې خولۍ، ذره واسکټونه  او نور مهمات شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.