کابل (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٧): د غور ولایت د پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا او ۱۰ کیلومتر سړک جوړولو تړونونه لاسلیک شول.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د غور ولایت له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
سرچينې زياته کړې، د دې کتنې په پیل کې چې په چار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه، له فېروز کوه څخه تر ګردن دېوال پورې د ۱۰ کیلومتر سړک جوړولو تړون هم لاسلیک شو.
همدارنګه له فېروزکوه څخه د هرات په لور د ۱۰ کیلومتر سړک د ډیزاین چارې بشپړې شوې او راتلونکې اوونۍ ملي تدارکاتو کمېسیون ته ځي.
په خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د انرژۍ او اوبو وزارت او شانګدینګ کمپنۍ د ۶ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې قرارداد لاسلیک کړ چې مجموعي لګښت یې ۱۰،۸ میلیونه ډالره دی، ۲۰ زره کورنۍ به ورڅخه برخمنې او په ۱۲ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.
سرچينې ويلي، وروسته د غور د ولایتي شورا ريیس فضل الحق احسان، مریم عزیزي او احمدشاه اخندزاده د نورو په استازیتوب د خبرو پر مهال د زیربنا، انکشاف او سولې پروسې په برخو کې د ولسمشر د برنامو او د قانون حاکمیت او له زورواکانو سره د مبارزې په برخه کې د هغه د سیاستونو ستاینه وکړه.
هغوی سړکونو، برېښنا، په غور ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو موثر حضور، له وچکالۍ ځپلو سره د مرستې او په بېلابېلو دولتي ادارو کې د یاد ولایت د کدرونو د جذب په اړه د ولسمشر د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د غور تاریخ او روښانه راتلونکی موږ ته ارزښت لري؛ ځکه غور د پراخ تمدن مرکز و. هغه زیاته کړه، غور ولایت به په ۱۸ میاشتو کې د برېښنا له ملي شبکې سره وصل شي.
هغه وویل، حکومت به د کرنې، مالدارۍ، کانونو او د وړیو او څرمنو د صادراتو برخه کې غور ته توجه وکړي. هغه ژمنه وکړه چې له وچکالۍ ځپلو سره به د مرستو دویم پړاو هم پیل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن