ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې له بېځایه شوو کسانو سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه

ولسي جرګې له بېځایه شوو کسانو سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه

author avatar
5 Dec 2018 - 16:57
ولسي جرګې له بېځایه شوو کسانو سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه
author avatar
5 Dec 2018 - 16:57

کابل (پژواک، ۱۴ لیندۍ ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر غړي له بېځایه شوو کسانو سره د لازمو مرستو غوښتنه کوي، خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وايي، دغه اداره د بېځایه شوو په ګډون  له دوو ميلیونه ډېرو اړمنو کسانو سره د مرستې توان نه لري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم نن ولسي جرګې ته غوښتل شوی و، څو د داخلي بېځایه شوو وضعیت ته د رسېدو په برخه کې وضاحت ورکړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو په هرات، بادغیس، کندهار، کندوز، غزني، فاریاب، سرپل، اروزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بېځایه شوو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ و باله او ویې ویل، که په ژمي کې ورته لازمې مرستې ونه رسېږي ممکن انساني ناورین رامنځته شي.

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل، ناامني او وچکالي له خپلو سیمو د خلکو د بېځايه کېدو اساسي لاملونه دي.

هغه زیاته کړه، همدا اوس د بېځایه شوو په ګډون په ټولیز ډول ۲.۲ ميلیون کسان  چې وچکالۍ او ناامنۍ ځپلي، د خوراکي توکو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، ۸۰۰ زره کسان د ناامنۍ او وچکالۍ له امله له خپلو سیمو بېځایه شوي چې زیاتره یې په هرات، بادغیس، کندهار، بلخ، فاریاب، کندوز او کابل کې مېشت دي.

نوموړي وویل، بېځایه شوي کسان، سرپناه، غذايي موادو، روغتیايي خدماتو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري، دغو بېځایه شوو ته د ټولو خدمتونو رسول د دغې ادارې له توانه پورته دي.

هغه زياته کړه، په ۲۰ ولایتونو کې وچکالي ده او تر ۳۰ میلیونه ډېرو څارويو ته د يوه کال خوراکي توکو رسول  ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې کلنۍ بودیجه ۵۸۰ میلیون افغانۍ ده او دغه اندازه بودیجه نه شي کولی چې یواځې د هرات ولایت بېځایه شوو ته خېمې واخلي.

هغه زیاته کړه: ((زموږ بودیجه ډېره کمه ده، د بېځایه شوو کسانو ستونزو ته رسېدنه، نه شو کولی  او زياتره مهال له نړیوالو مرستندویه موسسو مرسته غواړو.))

د ده په خبره، د افغانستان لپاره په جینوا کنفرانس کې د بهرنیو هېوادونو د توجه راجذبولو لپاره د افغان حکومت یوه هڅه له داخلي بېځایه شوو سره مرسته وه چې په عمومي او انفرادي ناستو کې له هېوادونو سره شریکه شوه.

فهیم وویل، دغه وزارت له بېځایه شوو سره مرسته کړې او اوس هم په هرات، بادغیس، فاریاب او کندوز ولایتونو کې دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش روان دی خو دا اندازه کافي نه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.