ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د خپلو وروستيو سفرونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل

خليلزاد د خپلو وروستيو سفرونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل

author avatar
6 Dec 2018 - 13:53
خليلزاد د خپلو وروستيو سفرونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل
author avatar
6 Dec 2018 - 13:53

کابل (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپلو نوو سفرونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.

له ارګه د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليزاد نن له ولسمشر غني سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، خلیلزاد ولسمشر ته په افغانستان کې د سولې د هڅو په خاطر د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او سیمې ته د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه یې هم خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي هڅې وستایلې، وې ویل، افغان حکومت په جينوا کنفرانس کې خپل  مذاکره کوونکی ټیم اعلان کړ او په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره يې اراده جدي ده.

هغه زیاته کړه، د سولې ګډې هڅې با عزته او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې مرسته کوي.

زلمى خليلزاد چې د افغان سولې لپاره د سيمې په درېيم سفر راوتلى دى، لومړى سفر يې پاکستان ته وکړ او د دغه هېواد له مشرانو سره يې وليدل.

نوموړى به له دې وروسته قطر، متحده عربي امارات، بلجيم، ترکمنستان او ازبکستان ته هم سفر کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.