کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۷): عیني شاهدان وايي، د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له مله ۹ کسان مړه شوي.
د هرات د پولیسو ویاند د یادې پېښې په تایید وايي، دوو کوچني موټرو د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار د «روزنک» په سیمه کې ټکر کړی دی.
د هغه په خبره، تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شېمره نه ده معلومه، خو لومړنۍ شمېرې ښيي چې په دې پېښه کې یو شمېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
ویل کېږي چې د کهسان ولسوالۍ ښاروال او څو انجنیران چې د یوې پروژې سروې ته تللي وو، په مړو کې شامل دي.
د هرات د امبولانس مسوول ابراهیم محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوو کرولا موټرو د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار ټکر کړی چې له امله یې د دواړو موټرو ۹ کسانو چې ټول نارینه دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن