کابل (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٧): د ايران د سيستان بلوچستان ايالت اړوند د چابهار په سوداګريز ښار کې د موټربم ځانمرګى بريد شوى دى.
ايراني رسنيو د لېندۍ په ١٥مه خبر ورکړى چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د چابهار ښار د پوليسو پر يوه مرکز شوى دى.
سرچينو زياته کړې چې يو شمېر کسانو له چاودېدونکو توکو ډک موټر په ياده سيمه کې د پوليسو له يو مرکز سره جنګولى او زوروره چاودنه يې کړې ده.
د تسنيم په نامه ايراني اژانس د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې په دې پېښه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چابهار د پوليسو مشر رحمدل بامري رسنيو ته ويلي چې دا يو ځانمرګى بريد و او موخه يې د پوليسو مرکز و چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، بريدګر هڅه کوله چې د پوليسو مرکز ته ننوځي، خو کله چې يې مخه ونيول شوه نو ځان ته يې چاودنه ورکړه.
نا تاييد شوي راپورونه وايي چې په دې پېښه کې شاوخوا پنځه تنه وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان دي.
د يادونې ده، چابهار د ايران ستر سوداګريز بندر دى چې په دې وروستيو کې هندوستان د سلګونو ميليونه ډالرو په لګښت د افغانستان لپاره هلته سوداګريزې اسانتياوې برابرې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن