ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

مزار کې د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

author avatar
6 Dec 2018 - 17:28
مزار کې د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو
author avatar
6 Dec 2018 - 17:28

مزار شريف (پژواک ۱۵ ليندۍ ۹۷): د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د شمال زون د سمنګان، جوزجان، سرپل او بلخ ولايتونو د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو خونې اجرائيه مدير نصير احمد قاسمي د نندارتون د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياد نندارتون کې د سوداګرو مېرمنو لاسي صنايع په ۶۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه نندارتون د يوې ورځې لپاره جوړ شوی او بل هدف په کې دا دی چې د شمال زون د بېلابېلو ولايتونو سوداګرې مېرمنې له يو بل سره وصل شي.

نوموړی زياتوي، په وروستيو کلونو کې د کورنيو توليداتو د کچې ډېرېدو تر څنګ د خلکو لېوالتيا هم زياته شوې ده، څو له داخلي توليداتو څخه استفاده وکړي.

د هغه په خبره، ورځ تر بلې په بلخ ولايت کې د ښځينه سوداګرو او متشبثينو شمېر زياتېږي، چې ورته نندارتونونه يې خلکو ته د ورپېژندنې او توکو ته د بازار موندنې ښه موقع ده.

قاسمي په خپلو خبرو کې وويل چې د بلخ  د سوداګرۍ او صنايعو خونه هڅه کوي څو د بېلابېلو روزنيزو پروګرامونو له لارې بلخي مېرمنو ته د تشبث او سوداګرۍ چارې ور زده کړي.

نوموړی له خلکو هم غوښتنه کوي چې اړتيا پر مهال له کورنيو توليداتو څخه استفاده وکړي.

د سرپل ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ اوسېدونکې رابعه چې د مزار شريف په نندارتون کې يې لاسي صنايع نندارې او پلور ته ايښي، وايي چې له پخوا څخه يې سوداګري  ښه شوې ده.

هغې پژواک ته وويل، څو کاله مخکې يې د کليوالي مېرمنو د لاسي صنايعو د پلور کار پيل کړ، چې اوس تر ډېره له اقتصادي پلوه هم پر ځان بسيا شوې  ده.

رابعه زياتوي، په لاس د اوبدل شويو، وړو غاليو، سرتوشکي، روي پاکونو او د کور د تزئيني وسايلو تجارت کوي.

هغې وويل: ((يو وخت زموږ سيمه کې ورو ورو لاسي صنايع د ورکېدو په حال کې وو، ځکه بازار يې نه درلود؛ خو اوس وختونو کې ډېرې کليوالې مېرمنې لاسي توکي توليدوي او بيا يې موږ سوداګرې مېرمنې د خرڅلاو لپاره بازارونو ته انتقالوو.))

دغه سوداګره مېرمن زياتوي، په بازارونو کې د خلکو له خوا د داخلي توليداتو او لاسي صنايعو په اخيستلو سره به له يوې خوا اصيل افغاني صنعت ژوندی پاتې شي او له بل پلوه به ورسره کليوالي مېرمنو ته د کار زمينه برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.