د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي

ولسمشر غني: سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي

Dec 06, 2018 - 10:02

کابل (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي، سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي او د سولې پروسه د خلکو له سترګو پټه نه شي پاتې کېدای.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې پرون ماښام د هېواد له اقتصادي فعالانو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خانجان الکوزي، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ريیسې منېژې وافق، د صنایعو او کانونو خونې ريیس شېرباز کمین زاده او یوه پانګوال ذبیح الله زیارمل د نورو په استازیتوب د سولې په اړه د ولسمشر د برنامو او هڅو هرکلی او ملاتړ وکړ.

دوی زیاته کړه، سوله یوه اړتیا ده او د سولې له برکته پانګونې او اقتصادي ودې ته لا زیاته زمینه برابرېږي.

اقتصادي فعالانو په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او له ولسمشره یې وغوښتل چې د سترو پانګونو جذبولو ته دې زیاته پاملرنه وشي او څرګنده یې کړه چې په دې برخه کې به له حکومت سره همکار وي.

وروسته ولسمشر غني د دوی له نظریاتو په مننې وویل، سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي او د سولې پروسه د خلکو له سترګو پټه نه شي پاتې کېدای.

هغه زیاته کړه، حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړی او د خصوصي سکتور په ګډون د خلکو د ټولو اقشارو لپاره په مشورتي بورډ کې ځای په پام کې نیول شوی او له تاسې سره به په هر پړاو کې مشوره کېږي.

ولسمشر غني څرګنده کړه: "پانګوال او دولت د یوه بل ممد دي او موږ باید د یوه بل په مرسته تر ۲۰۲۴ کال پورې د اقتصادي ودې لپاره جدي کار وکړو، څو له وارداتي هېواد څخه په صادروونکي هېواد بدل شو."

هغه د خپلو خبرو په پای کې له اقتصادي فعالانو څخه وغوښتل چې د تولیدوونکو اتحادیو، د محصولاتو او تولیداتو د پروسس، بازارموندنې او معیاري جوړولو په برخه کې کار وکړي. هغه څرګنده کړه کانونه د پانګونې لپاره چمتو دي او تاسې کولای شئ په دې برخه کې فعالیت وکړئ.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement