کابل (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٧): د ناټو سرمنشي په کابل کې د برېتانيا سفير نيکولاس کاى په افغانستان کې د دغه سازمان د نوي ملکي استازي په توګه ټاکلى دى.
د ناټو عمومي منشي جنز سټولټنبرګ پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د نیکولاس ګومارنه اعلان کړه.
نیکولاس به خپله نوې دنده د ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې پيل کړي.
د برېتانيا د بهرنیو چارو وزير په دې اړه ويلي: ((له تاوتريخوالي سره سره، موږ په افغانستان کې د سولې په پروسه کې د لومړني پرمختګ شاهدان یو. دا مهال دغوڅ ملاتړ ماموریت لپاره خورا اړینه ده چې ناټو د افغانستان د بدلېدونکي سیاسي حالت په اړه په پوره توګه وپوهېږي.))
هغه باوري دى چې نیکولاس به په خپله نوې دنده کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
نوموړی د نيکولاس د ټولو هڅو له کبله مننه کوي چې په افغانستان کې يې د برېتانیې د سفیر په توګه ترسره کړې دي.
نېکولاس د خپلې نوې دندې په اړه ويلي: "ویاړم چې د ناټو د عمومي منشي له خوا په افغانستان کې د دغه ماموریت د لوړپوړي ملکي استازي په توګه پر دنده وګومارل شوم. زه په افغانستان کې د ناټو د مخکني ملکي استازي زمرمن لاسته راوړنې ستایم."
په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو په موخه د ناټو د سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو مشري کول به يې تر ټولو مهم لومړیتوب وي.
ده زياته کړې: "زه به له افغان دولت او نړیوالې ټولنې سره له نژدې کار وکړم څو افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د تل پاتې سولې په لور د پام وړ پرمختګ وکړي."
په افغانستان کې د ناټو لوړپوړی ملکي استازی د دغه ماموریت سیاسي او نظامي موخو ته د رسېدو لپاره اړینې چارې پر مخ بیایي او په کابل کې په رسمي توگه د ناټو د سیاسي مشرتابه استازیتوب کوي. نوموړی همدارنګه د افغان دولت، مدني ټولنې، د نړیوالې ټولنې د استازو او له ګاونډیو هېوادونو سره د همکاریو د ټینګښت مسوولیت پر غاړه لري.
له مارک سیډول او سايمن ګاز څخه وروسته نیکولاس درېيم برېتانوی دی چې په افغانستان کې د ناټو د لوړپوړي ملکي چارواکي په توګه پر دنده ګومارل کېږي چې له افغانستان سره د برېتانیا ژمنتیا په ډاګه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن