د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيا کې ښځو ته لا هم د ميراث حق نه ورکول کېږي

پکتيا کې ښځو ته لا هم د ميراث حق نه ورکول کېږي

Dec 06, 2018 - 15:11

ګردېز (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٧): د پکتيا ولايت اوسېدونکې وايي چې لا يې هم د کورنۍ د نارينه غړو له خوا د ميراث شرعي حق خوړل کېږي او مېرمنې ترې محرومې دي.

دوی د دې چارې عوامل له اسلامي اصولو کافي ناخبري او د ډېری نورو کورنيو له خوا په شعوري ډول د دغه حق نه ورکول بولي.

د دغه ولايت د سيد کرم ولسوالي اوسېدونکې شازيه وايي چې مېرمنو ته له ډېرې مودې راهيسې د ميراث حق  نه ورکول کېـږي چې له امله يې د ښځو دا حق بېخي هېر او تر پښو لاندې شوی دی.

هغې پژواک اژانس ته وويل،  ډېری داسې ښځې شته چې په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي او که کورنۍ يې د ميراث برخه ورکړي، نو په ژوند کې يې ورسره ښه والی او اسانتيا راتلی شي.

دا وايي: ((دا يوه عمده ستونزه ده چې ښځو ته ميراث نه ورکول کېږي، يو خو مرد سالاري ډېره ده چې سړي په ښځو باندې واکمني کوي او بل ښځې له خپلو حقونو ندي خبرې؛ کېدی شي ځينې سړي هم د دوی له دې حقه نه وي خبر او که خبر وي قصداً نه غواړي ښځو ته ميراث ورکړي.))

مدني فعاله مسکا منګل وايي چې ډېری سړي ښځو ته ميراث ورکول په خپل زيان بولي او له دې زيان څخه د مخنيوي لپاره يې هغوی له دې حق څخه محرومې کړې دي.

د منګل په وينا، د نجونو پر سر لوړ ولور اخيستل کيږي چې هغه ډېره برخه پيسې هم د کورنۍ مشران ځان ته اخلي او له بلې خوا يې د ميراث له اسلامي حق څخه هم سترګې پټوي.

نوموړې پژواک ته وويل: ((لکه څنګه چې د اسلام له نظره نارينه حق لري، د ښځو حقوق هم معلوم دی. که بې تعليمه او ناپوهه خلک نه پوهيږي، علمای کرام او مشران خو د ميراث په حق پوهيږي، خو تر اوسه هغوی هم خوېندو ته ميراث ندی ورکړی.))

ديني عالم مولوي عطاالله فکري وايي، ميراث د ښځو مسلم شرعي حق دی او که څوک دا حق ورنکړي او يا يې په زور ترې ستون کړي، نو لويه ګناه او الهي عذاب لري.

فکري د ښځو د ميراث حق نه ورکول ناوړه کار بولي او په خبره يې ډېره خواشينوونکې دا ده چې ځينې وخت د خپل حق غوښتونکې مېرمنې ځپل کيږي هم.

هغه زياته کړه: ((ښځه په ميراث کې حق لري او خدای تعالی مالوم کړی چې د نارينه نيمايي دی. خدای تعالی فرمايلي په کور کې د ښځې او خاوند په مابين کې حقوق مساوي دي او يو بل باندې فضيلت نه لري، صرف نارينه يوه درجه حق اضافه لري، په دې خاطر چې هغه نفقه راوړي، نو چې سړی مصارف ورکوي، نو په مصرف کې يې اختيار هم چلېږي.))

قومي مشر جنت خان منګل له اسلامي اصولو د خلکو ناخبري د ميراث د نه ورکړې عمده لامل يادوي او وايي که ديني عالمان، قومي مشران او د کورنۍ ځوان مشران ښځو ته ميراث ورکړي، نو خلک به پوه او ښځې به خپل دا حق تر لاسه کړي.

منګل وايي: ((هغه کار چې بايد علماوو کړی وای او د خلکو ذهنونه يې روښانه کړي وای، تر اوسه يې ندی کړی. زه په دې اند يم که زموږ ديني علما، مشران او مدني فعالان په دې هکله اقدام وکړي، ښځو ته به دا حقوق ورکړل شي.))

د پکتيا د ښځو چارو رياست هم ښځو ته د ځينو نورو تر څنګ د ميراث حق نه ورکول د هغوی پر ژوند اغېز لرونکی فکتور يادوي او وايي چې اوسمهال ځينې ښځې د خپل دې حق ترلاسه کولو لپاره دوی ته هم مراجعه کوي.

د پکتيا د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل پژواک ته وويل: ((پکتيا کې مېرمنو ته تر اوسه چا ميراث نه دی ورکړی، خلک بايد پر دې پوه شي چې ميراث هم د خوېندو حق دی او اسلام ورکړی دی.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement