کابل (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٧): ملي سوداګر خداى نظر تېره شپه په خپل کور کابل کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوى دى.
دغه مطلب د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي، نن پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ.
ده وويل چې خداى نظر تېره شپه د کابل ښار په شش درک کې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا په چړو باندې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، د نوموړي کورنۍ له لسيزو راپدېخوا پر سوداګرۍ بوخته ده او د هغه پلار الله نظر هم يو ملي سوداګر و.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، څو کاله وړاندې د خداى نظر يو زوى هم د اختطافګرو له خوا په کابل ښار کې ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن