ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که تر پنځو ورځو د انعکاس تلوېزيون مشر پيدا نه شو، د ولايت مخې ته خېمې وهو”

“که تر پنځو ورځو د انعکاس تلوېزيون مشر پيدا نه شو، د ولايت مخې ته خېمې وهو”

author avatar
6 Dec 2018 - 16:55
“که تر پنځو ورځو د انعکاس تلوېزيون مشر پيدا نه شو، د ولايت مخې ته خېمې وهو”
author avatar
6 Dec 2018 - 16:55

جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو د يوې غونډې پرمهال له چارواکو په دغه ولايت کې د انعکاس په نوم د يو خصوصي تلوېزيون د تښتول شوي مشر د ژر خلاصون غوښتنه وکړه.

دوی ګواښ وکړ، که تر راتلونکو پنځو ورځو انجنير زلمی لطيفي د تښتوونکو له منګولو ازاد نه شي؛ نو دوی به د اعتراض په توګه د ولايتي ادارو دروازې وتړي او مخې ته به يې خېمې ووهي.

دوه ورځې مخکې ماښام مهال د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې له مربوطاتو څخه نامعلومو وسله والو د انعکاس په نوم د يو سيمه ييز تلوېزيون مشر له ځانه سره وړی او د هغه موټر چلوونکی يې ځای پرځای وواژه.

که څه هم چارواکي وايي، چې د هغه د خلاصون لپاره يې ګړندۍ هلې ځلې پيل کړي؛ خو تر اوسه په دغه برخه کې د هېڅ پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو د ليندۍ په ۱۵مه جلال اباد ښار کې د غونډې پرمهال د انجنير زلمي تښتول د بيان پر ازادۍ بريد ياد کړ او غوښتنه یې وکړه، چې ولايتي اداره دې نوموړی ژر تر ژره راخلاص کړي.

دوی ولايتي ادارې ته پنځه ورځې وخت ورکړ، که نوموړی په دغه موده کې د وسله والو له منګولو ازاد نه کړي؛ نو دوی به پر ولايت سربېره د امنيه قوماندانۍ او نورو ادارو مخې ته خېمې ووهي او دروازې به يې وتړي.

قومي مشر ملک نوراغا ملکزي غوښتنه وکړه، چې ولايتي اداره دې ژر تر ژره د خپلو کړو اجرااتو په اړه دوی ته معلومات ورکړي، چې د زلمي د تښتول کېدو په تړاو يې تراوسه څه کړي دي.

هغه وويل: ((نور د دا ډول کړنو پر وړاندې خاموشي ګناه ده، موږ به د دغو ژورناليستانو په واسطه خپل غږ تر دنیاوالو رساوه، حکومت د ټولو دی؛ خو دلته يواځې څو کسانو ترې خپلې پښې راتاو کړي او ګټې ترې اخلي.))

ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي پر ولايتي ادارې غږ وکړ، چې په پنځو ورځو کې دې د انعکاس تلوېزيون مشر راخوشې شي او يا دې هم د هغه په اړه رسنيو ته معلومات ورکړل شي.

ده وويل، که يې غږ ته ځواب ورنه کړل شي؛ نو پنځه ورځې وروسته د ولايتي ادارو مخې ته خېمې وهي او تر هغه وروستی پلان د ارګ مخې ته د خېمو وهل دي.

دغه راز د ملي تحريک ګوند مشر پوهاند محمد اسماعيل يون د انجنير زلمي لطيفي تښتول د بيان پر ازادۍ بريد ياد کړ او دا يې د رسنيو پر وړاندې د لوی امنيتي خنډ د موجوديت بېلګه وبلله.

د يادولو ده چې تېره ورځ د ننګرهار ولايت خبريالانو هم د نوموړي د خلاصون غوښتنه وکړه او اندېښنه يې شريکه کړه، چې دلته د خبريالانو ژوند لا هم خوندي نه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.