کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ځینو ولايتونو کې ۷۷ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
له دغه وزارته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۱۰۳ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۷ هوایي بریدونه د وسله والو د له منځه وړو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي دي.
سرچينه کاږي، په دې عملياتو کې د افغانستان هوایي ځواکونو ۸۹ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۷۷ وسله وال وسله وال مخالفين وژل شوي، ۵۲ ټپیان شوي او يو بل نیول شوی دی.
سرچينه زياتوي، دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ په ننګرهار، کاپيسا، پکتيکا، غزني، ميدان وردګو، زابل، اروزګان، غور، فراه، فارياب، سمنګان، کندوز، بلخ او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د فراه ولايت د خاک سفيد او پرچمن په ولسواليو کې د طالبانو د يوه سيمه یيز قوماندان اقا مير په ګډون ۱۶ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د فارياب ولايت د اندخوی او قيصار په ولسواليو کې ۱۴ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۷ ټپيان دي، د هلمند ولايت د نهر سراج او ګرمسېر ولسواليو کې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي، يو ټپي دی.
خبرپاڼه کاږي چې د دغو عملیاتو پر مهال د دوو موټربمونو د له منځه وړو تر څنګ د اروزګان ولايت په خاص اروزګان د زابل په ميزان ولسوالیو کې ۱۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي او څو سیمې د مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، دغه راز د پکتيکا په ګومل او د غور په چهار صدې ولسواليو کې ۱۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور ټپيان دي.
د غزني ولايت مرکز اړوند سيمه کې ۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۳ تنه ټپيان، د ننګرهار ولايت د پچيراګام او اچين په ولسواليو کې د ۳ داعشيانو په ګډون ۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو نيول شوی او د ميدان وردګو د چک په ولسوالۍ کې يو وسله وال مخالف وژل شوی او ۹ نور ټپيان شوي دي.
خو د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن