لښکرګاه-پلخمري(پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې هلمند کې يې د طالبانو يو زندان مات کړى او ١١ ملکي وګړي يې را خوشې کړي دي.
هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالولي د ليندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو په سنګين ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو د طالبانو يو زندان مات کړى او ١١ ملکي وګړي يې را خوشې کړي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، بغلان کې طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې په شا تمبول شوي دي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د نهرين ولسوالۍ په حافظ بچه او د مرکزي بغلان ولسوالۍ په غلام باى سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
د هغه په وينا، د طالبانو دغه بريدونه په شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې درې طالبان او يو سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن