ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د هلمند لپاره د طالبانو د استخباراتو عمومي مسوول و وژل شو”

“د هلمند لپاره د طالبانو د استخباراتو عمومي مسوول و وژل شو”

author avatar
8 Dec 2018 - 15:15
“د هلمند لپاره د طالبانو د استخباراتو عمومي مسوول و وژل شو”
author avatar
8 Dec 2018 - 15:15

لښکرګاه(پژواک، ۱۷لیندۍ ۹۷): امنيتي مسوولين وايي چې د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې، ګرشک او نادعلي ولسواليو ځينې سيمې يې بېرته له وسله والو طالبانو نيولې دي.

د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالولي د ليندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له وړمې ورځې راهيسې افغان امنيتي ځواکونو د لښکرګاه ښار اړوند د څلورمې حوزې په باباجي سيمې او ګرشک او نادعلي ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر سيمې له طالبانو نيول شوي، لسګونه ماينونه کشف او شنډ شوي او د طالبانو د وسلو زېرمې له منځه وړل شوې دي.

د هغه په وينا، د تېرې شپې د ځکمنيو او هوايي عملياتو پرمهال په بېلابېلو سيمو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او پټنځايونه يې له منځه وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د افغان ځواکونو په بريدونو کې په موسى کلا ولسوالۍ کې د هلمند لپاره د طالبانو د استخباراتو عمومي مسوول ملاتواب مشهور په مرتضى هم وژل شوى دى.

دى وايي چې د موسى کلا په عملياتو کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه هاموې موټر او څلور موټر سايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ  کې د امريکايي ځواکونو يو ټانګ پر ماين الوځولى دى.

هغه وايي چې په ټانګ کې سپاره ټول کسان وژل شوي او ترڅنګ يې په مارجې او ګرشک کې هم طالبانو اووه امنيتي سرتېري وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو والي ملا منان د هوايي بريد په ترڅ کې له خپلو نورو ملګرو سره و وژل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.