کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٧) : له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له یوشمېر ادارو او وزارتونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسلیک کړل.
د اجراييه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون دليندۍ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوکړه ليکونه نن په سپيدار ماڼۍ کې د اجراييه رييس ډاکتر عبالله عبدالله په شتون کې لاسليک شول.
هغه زياته کړه، دغه تفاهم لیکونه د حج او اقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، د ښځو چارو، کرنې او مالدارۍ وزارتونو، د سرې میاشتې ادارې او د فوټبال فدراسيون ترمنځ لاسلیک شول.
د نوموړي په وينا، د دې تفاهم لیک له مخې به د حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ او ښځو چارو وزارتونه له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د تبلیغاتو، د کرنې او مالدارۍ وزارت د بزګرو لپاره د بدیل کښتونو او نورو مرستو، د سرې میاشتې له بزګرو او اړو کورنیو سره د مرستو او فوټبال فدارسیون د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د زیانونو د بیان او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په برخه کې همکاري کوي.
خوځون وايي، د دې ترڅنګ دغه ډول تفاهم لیک له روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو سره لا له وړاندې لاسلیک شوی، چې له یوې خوا د روږدو کسانو درملنه کوي او له بلې خوا د کوکنارو له زیانونو خلک خبروي.
نوموړي زياته کړه، د کورنیو چارو وزارت بیا د نشه يي توکو د له منځه وړلو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د نشه يي توکو کر هم ٢٩ سلنه کم شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن